طیب اغا

تاند- د ایران د پارلمان یوه غړي وویل چې د افغان طالبانو د نرم دریځې ډلې له استازو سره یې کتلي دي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمیسیون غړي اسماعیل خسروي نن وویل چې تېره میاشت د افغان طالبانو د هغې ډلې استازي تهران ته په سفر ورغلي ول چې باور لري مسایل باید په خبرواترو حل شي.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مرضیې افخم ایران ته د طالبانو د استازو له سفره انکار کړی و.

تهران ته د طالبانو د پلاوي د سفر خبر لومړی پلا د سپاه پاسداران یوه اړوند خبري اژانس (تسنیم)افشا کړی و.

خسروي وویل چې د طیب اغا په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره د خپلو خبرو جزییات څرګندولی شي.

طیب اغا په قطر کې د طالبانو د دفتر مسوولیت په غاړه لري.

خسروي وویل:«دوی (طالبانو) خبرواترو ته تیاري وښوده او تهران ته هم د خبرو لپاره راغلي ول.»

ده همداراز وویل:«دوی د سختدریځو طالبانو غړي نه ول. ایران به هیڅکله هم سختدریځي طالبان ونه مني. ایران د هغو طالبانو هرکلی کوي چې غواړي ستوتنزې د خبرو له لارې حل شي.»

د طالبانو د قطر د دفتر غړیو په وروستۍ یوه میاشت کې په دوحه، اوسلو او دوبۍ کې د افغانستان د مدني ټولنو، ولسي جرګې، د سولې د عالي شورا او د ښځو له استازو سره درې ځلي خبرې کړي دي.

اټکل کېږي چې دا غیررسمي خبرې به د دواړو خواوو ترمنځ د کتنو او رسمي خبرو په وړاندې حساسیتونه لږ کړي او د سولې حصول به له دې لارې ممکن شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *