تاند- په ایران کې له مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې د عمومي رييس د ښځو د چارو سلاکارې نن /شنبه/ وویل چې د دغه هیواد د ښارونو په سلو کې ۱۰ ښځې په مخدرو موادو روږدي دي.

زهرا بنیانیان نن مهر خبري اژانس ته همداراز وویل چې د اکثرو معتادانو عمرونه د ۲۰ او ۳۶ کلونو ترمنځ دی او ډېری تریاک، شیشه/ هیروین، او افغاني کراک (؟) استعمالوي.

دې همداراز وویل چې په هیواد کې یې ۷ زره ۲۷۷ ښځې بندیانې دي چې په سلو کې ۶۰ یې د مخدرو موادو د استعمال په جرم زنداني شوي دي.

په ایران کې تریاک خورا زیات استعمالېږي. په درو لسیزو کې ډېر شمېر افغانان هم په ایران کې په تریاکو روږدي شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *