تاند- د ایران د کورنیو چارو د مرستیال وزیر په مشرۍ د دغه هیواد یو امنیتي پلاوی نن /دوشنبه/ کابل ته راغی.
ایراني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال حسین ذلفقاري او ورسره ملګری پلاوی د افغانستان او ایران د ولسمشرانو ترمنځ د موافقو د عملي کېدو لپاره افغانستان ته تللي دي.
ایرانی پلاوی به همداراز له افغان چارواکو سره د امنیت، پولې، تابعیت او پولیسو په برخو کې د تخصصي کاري ډلو پر جوړولو خبرې وکړي.
ایراني پلاوي ته د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي هرکلی ووایه.