د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي

تاند- د ایران د کورنیو چارو وزیر اروپایانو ته خبرداری ورکړ چې له ایران سره مالي مرسته وکړي کنې په دغه هیواد کې مېشت افغان مهاجر اروپا ته ځي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي، چې په نیویارک کې د کډوالو او پناه غوښتونکو په نړیواله غونډه کې خبرې کولې، وویل، په ایران کې د افغان کډوالو په منځ کې د شوې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې د هغوی په سلو کې ۶۰ په دې لټه کې دي چې څرنګه ځانونه اروپا ته ورسوي، که هغوی په دې بریالي شي اروپا ته به ډېرې ستونزې پېښې کړي.

فضلي وویل چې ایران هڅه کوي چې د دې کار مخه ونیسي خو ایران د دې لپاره چې اروپا ته د افغانانو د تګ مخه ونیسي د نړیوالو مالي مرستو ته اړتیا لري.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل«ښه خبره دا ده چې دا افغانان ونه توانېږي چې اروپا ته لاړ شي خو دا تر ډېره له دې سره تړلې چې دغو کډوالو ته په ایران کې د اوسېدو مناسب شرایط، مناسب خدمات او امکانات برابر کړای شي.»

وروسته له دې چې اروپايي هیوادونو ترکیې ته څو ملیارد ډالره د دې لپاره ورکړل چې له خپلې خاورې د یونان او نورو اروپايي هیوادونو لور ته د کډوالو مخه ونیسي، ایران هم هلې ځلې پیل کړي چې له اروپایانو څخه امتیازونه ترلاسه کړي ځکه چې ترکیې ته اکثره افغان کډوال له ایران څخه ځي.

په نیویارک کې د ملګروملتو له لوري د کډوالو او پناه غوښتونکو نړیواله غونډه پرون /دوشنبه/ د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو د مشرانو او وزیرانو په ګډون پرانستل شوه.

دې غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په خپلو خبرو کې له هغو هیوادونو، چې د مهاجرو او پناه غوښتونکو کوربانه دي، وغوښتل چې له کډوالو سره د نړیوالو قوانینو پر اساس چلند وکړي.

حاضردمه په نړۍ کې تر ۶۵ ملیونه زیات انسانان کډوال دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *