تاند، جمعه، د جدي ۲۰مه: په افغانستان کې د ایران سفیر بهادر امینیان وایي، د ایران حکومت به په افغانستان برید ونکړي، خو زیاتوي دا یې د هیواد د لوړپوړو کار دی چې ایا افغانستان کې د امریکا پر اډو برید وکړي که نه.
ښاغلي امینیان په افغانستان کې د اریانا نیوز تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ژمنې ته په اشاره چې د بل خاورې پر وړاندې د افغانستان خاوره نه کاروي وویل، دغه اقدام د “درناوي” وړ دی او ایران ترې راضي دی.
ښاغلي امینیان وویل: “ایران یو مسؤل او هوښیار لوبغاړی دی … له کومه ځایه چې موږ ته ګواښ نه وي موږ ورسره مواجه نه یوو، موږ د افغانستان د خلکو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوو.”
هغه همداشان زیاته کړه: “که چیرې په افغانستان کې له یوې اډې څخه برید وشي ، نو زموږ غبرګون به څه وي؟ موږ به د افغانستان پر اسلامي جمهوریت برید ونه کړو ، خو زموږ چارواکي به د متحده ایالاتو د اډو په اړه پریکړه وکړي.”
د ایران سفیر ویلي، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې ایران له متحده ایالاتو سره په بیلابیلو محاذونو کې دخیل و ، خو د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني اجازه ورنکړه چې دا ستونزې افغانستان ته راشي.
د ایران سفیر په سیمه کې د ستونزو سربیره په تیرو کلونو کې د افغانستان او ایران ترمینځ ښې اړیکې وبللې.