مجیبالرحمن ساپی
د شنبې په ورځ د فراه مرستیال والي وویل، چې ایران دغه ولایت ته وسلهوال جنګیالي لېږلي دي؛ خو د فراه د والي مرستیال دغه څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له لوري رد شوې.
د فراه مرستیال والي محمد یونس رسولي ویلي، چې د کابل واشنګټن ترمنځ د امنیتي سند لاسلیککولو په نږدې کېدو سره ایران څو سوه کسیزه وسلهواله ډله دغه ولایت ته لېږلې ده. رسولي زیاته کړې، چې دغه جنګیالي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د جګړې په موخه لېږل شوي دي. که څه هم نوموړي د دغو جنګیالیو شمېر په اړه څه ندي ویلي؛ خو زیاته کړې یې ده، چې جنګیالي وسلهوال دي او جګړهییزې زدکړې یې کړي دي. د فراه مرستیال والي په وینا د هېواد په لوېدیځ کې ټولو ولایتونو ته د ایران له لوري وسلهوال جنګیالي لېږل شوي دي.
خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسیزي د یکشنبې په ورځ د دې ترڅنګ، چې دغه معلومات یې ناسم وبلل ویې ویل: د بهرنیو چارو وزارت پدې تړاو هېڅراز معلومات او رپوټونه ندي ترلاسه کړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې ایران او افغانستان نږدې او ښې اړیکي لري. موسیزي هیله څرګنده کړې، چې د ایران د نوي دولت له لوري به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي.
ایران په افغانستان کې له دوو لارو لاسوهنې کوي: لومړۍ ایران پورې د تړلیو رسنیو له لارې او دویمه هغه یې له وسلهوالو مخالفینو څخه د ملاتړ له لارې ده.
د تېرو کلونو په اوږدو کې ایران توانېدلی، چې په افغانستان کې له ګڼو رسنیو څخه مالي ملاتړ وکړي او د دغو رسنیو نشرات د ځان په ګټه وڅرخوي. په لومړیو کې د ایران زیات ټينګار پر ټلویزیونونو و؛ خو په وروستیو دوو کلونو کې یې د ټلویزیونو ترڅنګ له ګڼشمېر چاپي رسنو (ورځپاڼې، اوونیزې او مجلې)، خبري آژانسونو او ویبپاڼو څخه هم ملاتړ پیل کړی دی. همدا اوس د پلازمینې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د ایران له ملاتړه برخمنې رسنۍ په پراخ مټ فعالیت کوي او تر ډېره بریده د افغانستان د ګټو پر ځای د ایران ګټو ته ژمنې دي.
په پوځي برخه کې د ایران لاسوهنې په درېیو برخو وېشلی شو: لومړی هغه یې له وسلهوالو مخالفینو مالي ملاتړ دی، دویمه برخه یې وسلهوالو مخالفینو ته د وسلو او پوځي تجهیزاتو ورکړه ده او درېیمه هغه یې هم نېغ په نېغه د وسلهوالو جنګیالیو استول دي. چې تر ټولو وروستۍ او ښه بېلګه یې د فراه د مرستیال والي څرګندونې دي.
زما په باور ایران په رسنیز او پوځي برخې کې له لاسوهنې څخه دوه سترې موخې تعقیبوي:
لومړۍ موخه یې په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو پر وړاندې عملیات او پراخ تبلیغات دي. له لوېدیځ سره د ایران دښمنۍ او ستونزو ته په پام سره دغه هېواد نه غواړي، چې د لودېځو هېوادونو سرتېري دې د دوی په ګاونډ کې میشت وي. له لوېديځو هېوادونو په ځانګړي توګه له امریکا سره د ستراتیژيکو همکاریو د سند لاسلیککول هغه څه و، چې ایران یې پر وړاندې جدي غبرګون وښود. دغه غبرګون له رسنیز سربېره پوځي هم و. له امریکا سره د امنيتي سند لاسلیک هغه څه دي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون قانومندکوي او له مخې به یې د اوږدې مودې لپاره په هېواد کې امریکايي سرتېري موجود وي. دا هغه څه دي، چې ایران یې نه غواړي او ښه بېلګه یې تېره اونۍ د ایران د ولسمشر حسن روحاني څرګندونې دي. روحاني په ډاګه وویل، چې ایران نه غواړي په ګاونډ کې یې بهرني سرتېري موجود وي.
د ایران دویمه موخه هم په افغانستان کې د افراطي شیعهییزم پراختیا ده. ایران غواړي په افغانستان کې افراطي شیعهییزم وروزي او یې پالي. په همدې موخه یې په یو شمېر ولایتونو کې ګڼشمېر دیني مدرسې، ښوونځي پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه جوړ کړي، چې د دغه هېواد له پراخ ملاتړ څخه برخمن دي.
هغه شیعه ډلې ټپلې، چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې دي په مستقیمه توګه د دغه هېواد ګټې خوندي کوي او د دغه هېواد مذهبي مشر آیتالله علي خامنهيي خپل مشر هم ګڼي.
د وروستیو یو لسو کلونو په اوږدو کې په افغانستان کې د ایران نفوذ پراخ شوی دی او د دغه هېواد فعالیت خپله ایران ته مثبتې پایلې درلودلي دي. داسې برېښي، چې د ایران د همدغه نفوذ په پایله کې د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد له لوري فراه ولایت ته د وسلهوالو جنګیالیو له استولو څخه بې خبري ښودلې وي. اما د نفوذ تر څنګ تر ټول لوی لامل، چې د یو شمېر افغان چارواکو لاسونه او حتی خوله یې تړلې ده په ایران کې د افغان کډوالو موجودیت دی.
د تېرو کلونو په اوږدو کې ایران توانېدلی، چې په وار وار پدغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو څخه د افغان دولت پر وړاندې ابزاري استفاده وکړي.
که چېرې افغان دولت پدې وتوانېږي، چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو ستنېدو په برخه کې جدي کار وکړي او یو میکانیزم رامنځته کړي، چې له مخې یې افغان کډوال هېواد ته ستانه شي. هغه مهال به توانېدلی و اوسي، چې د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنو او شومو موخو ته په زغرده ځواب ووايي.
یاره په موږ دې خدای ورحمېږې او دا ایران دې خدای په همدغسې عذاب واړوي چې ورمعلومه شي نور خو یې موږ تباه و برباد کړي خدای دې زموږ چارواکي هم په سمه لار روان کړي چې د دوي غلامي نوره پرېږدي
که ګیدړ په جنګ باتور دی جنګ یې هیر شي، چې په سر و خوري څا پېړه د زمري .ایران ورک شه موخې یې ورکې شه، که هېوادو نو ته د ځناورو تخلص ور کړو، ایران ګیدړ دی.