تاند- د ایران پولیسو په شېراز ښار کې د تېرې دوشنبې په ورځ /سپټمبر ۵/ د کشف کړیو ناروا شیانو په نندارتون کې د شرابو، مخدرو موادو، د غلا شویو موټرونو او سپکو فلمونو ترڅنګ یو شمېر افغانان هم په قفس کې نندارې ته اېښودلي وو.
ویل شوي چې افغانان یې په داسي حال کې چې سترګې په سپین ټوکر تړل شوې وې، د دې لپاره په قفس کې د خلکو د نندارې لپاره کښېنولي ول چې د ایران د اقامت اجازه یې نه لرله.
په همدې ورځ /سنبله۱۶/ د ایران د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي ناصر کشاورز ویلي و چې په یو لړ عملیاتو کې یې، چې په دوو ورځو کې یې په فارس ولایت کې وکړل، ۲۷۷ پردي اتباع نیولي دي.
د دغه خبر او د افغانانو د عکسونو له خپرېدو او د یو شمېر خلکو له انتقادونو وروسته د ایران د کورنیو چارو وزارت او پولیسو عکس العمل نه دی ښودلی خو د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ایران د فارس ولایت د مرکز شېراز ښار د پولیسو اقدام غیر انساني او د انساني کرامت سپکاوی بللی دی.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د جمعې به ورځ په یوه خپرپاڼه کې د ایران له حکومته وغوښتل چې د دې موضوع په اړه تحقیقات وکړي.
په تهران کې د افغانستان سفارت، چې د کډوالو د ساتنې او ملاتړ مسوولیت لري، تراوسه په دې اړه هیڅ نه دي ویلي.
د ایران حکومت خپلو یو شمېر ولایتونو ته د افغانانو تګ منع اعلان کړی او هر کال د افغانانو پر مخ د منع اعلان شویو ولایتونو شمېر زیاتوي.
حاضردمه د فارس په شمول، اصفهان، بوشهر، رضوي خراسان، جنوبي خراسان، خوزستان، سمنان، کرمان، یزد، قزوین، کرمان مرکزي او ګلستان د افغانانو پر مخ منع اعلان شوي ولایتونه دي.