تاند، جمعه، د قوس ۸مه: د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي افغانستان او سیمې ته د امریکايي مشرانو د ده په وینا په بې جوازه او ناڅاپي سفرونو توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي په دې کار سره امریکا د ملتونو سپکاوی کوي.

ایت الله خامنه یې پر خپله ټویټر پاڼه افغانستان ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ ناڅاپي سفر ته په اشاره ویلي، امریکایان سیمې ته سفرونه کوي او د عراق په څېر هېواد ته پرته د چا له اجازې سفر کوي، خو پلازمېنې ته یې نه ځي او په پوځي اډو کې وخت تېروي: «دا په دې معنا ده چې امریکا په لوی لاس د ملتونو د خپلواکۍ سپکاوی کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی ټرمپ تېره شپه په ناڅاپي ډول د باګرام هوايي ډګر کې له الوتکې کېوت او له خپلو پوځیانو سره یې د امریکا د شکرانې د ورځې مراسم ونمانځل خو د افغان سولې په اړه یې هم خپله هیله مندي وښودله.

نوموړي له افغان ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې هغه ته ډاډ ورکړ چې طالبان که څه هم بده هوکړه غواړي، خو امریکا به د افغانانو تر څنګ پاتې شي او واقعي سولې ته به غاړه کېږدي.

2 thoughts on “د ایران مذهبي مشر افغانستان ته د ټرمپ ناڅاپي سفر په غوسه کړی دی”
  1. د ایران ښاغلی مذهبي مشره مه په غوسه کیږه. ځمونږ ولسمشر وای چه ټرمپ خو پریږده چه وړوکی ترکان، عسکر، ملا ، ملک او یا دبل هیواد جوالی راته ووای چه ستاسی د هیواد په سوله او امن درسره خبره کووم، زه به هم هلته ځان رسوم او خبری او غونډه به ورسره کووم، ولو که زما د ژوند خطر پکی هم وی او یا که ځما د شخصیت د کمیدو خطر پکی هم وی. ځماهدف افغانستان ته امن راوستل دی.

    ستاسو په دغه کنایه امیزه خبرو زمونږ خلک هم پوهیږی، خو په دیی تاسو نه پوهیږی چه ایا ولسمشر غنی به د ښاغلی ترمپ په راتګ مخکی له مخکی خبر نه وه، ایا د افغانستان په اوسنیو شرایطو کی د ملاقات لپاره دبګرام ځای انتخاب او یا د بل ځای انتخاب به دښاغلی غنی او ترمپ لپاره به په څه ډول او څه راز کی ترتیب شوی وی. په هر صورت امریکا ځمونږ یو قانونی ستراتیژیک ملکری دی او لنډه دا چه ښاغلی ټرمپ او ښاغلی غنی د نیژدی سره پیژنی او په دی کی دوی بل چاته دخبرو وخت نه ورکوی او نه باید څوک غیر قانونی مزاهمت وکړی.

    د ایران مذهبي مشره نړیوال ټول په دې پوهیږی چه ستاسی ایران ته ښاغلی پوتین په میاشتو میاشتو په غیر قانونی ډول د …… کارونو په خاطر درغلی وه، کله چه به لمړی ته مذهبی مشر کله ناکله خبر شوی نو هغه ته به په پټه ورتلی او پښو ته به یی ورټیټیدی او هم به دې ورته دصیغی اوصیغو غم خوړلو او که چا به درته وویلی چه دا ولی کوی؟ نو تا به ورته ویلی چه دایران د دفاع او قوت په خاطر دا کار کووم، چه په دغه کارونو سره دی د پوتین څخه د اس ۴۰۰ موشکونه، دیورانیمو غنی کول او نوری پرمختللی ذهرجنی سلاح ترلاسه کړی. لنډه دا چه دصیغو په زور سره دی ځان په پټه اتومی قدرت ته ورساوه، او په اخوندی فریب سره دیی د اکتوبر په اخرنۍ اونۍ کی وویل چه اتوم بم حرام دی……………..

    ځما د پورته خبرو مطلب دادی چه بیځایه کنايه میزه خبری پریږده، که زر کاله دایران ولسمشر شی او هم دغه کاذبه مذهبی مشری په غاړه ولری، نو واوره دافغانستان د ولسمشر د یوی ورځی عزت، همت او کړه وړه تر تا بهتر دی.

    د ایران په اصطلاح مذهبی مشره په اروپا کی به دیی دمهاجرت د وخت او بوت پاکی خبری او رازونه نه راسپړم؟؟؟

  2. افغانستان ته دامریکا د متحده ایالاتو جمهور ریس ډونالډ ټرمپ ناڅاپي لمړني سفر په افغانستان کې دننه او له هیواده بهر د پاکستان د ګټو ساتونکی سخت وارخطا کړي‌ دي‌.

    له ښاغلي ټرمپ سره په دغه سفر کې د هغه د ملي امنیت مشاور رابرت اوبراین، د استخباراتي او نورو چارو ځيني مشاوران هم شامل وو.

    جمهور ریس ټرمپ په خپل دغه سفر کې تر هرڅه ډېر افغان امنیتي ‌ساتونکي‌ وستایل چې په دې وروستیو کې خپل غلیم ته سخت غاښ ماتونکی ځواب ویلی دی .

    ټرمپ وویل:

    « زه دافغان امنیتي ساتونکو مننه کوم چې په زغرده او مېړانه دترهه ګرو خلاف جګړه کوي‌‌»

    ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا له سفیر ، هلته د مېشتو امریکا يي ځواکونو له قوماندان ، افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني او ددفاع وزیر اسدالله خالد سره وکتل .

    ولسمشر ټرمپ وویل چې د امریکا متحده ایالات به له وسله والو طالبانو سره هیڅ ډول داسي معمله ونه کړي ‌چې دافغان هیواد په زیان وي .

    ټرمپ وایي له طالبانو سره خبري بیا پيل شوي او د د غني د ادارې تر شا کلک ولاړ دی او هیڅ کله به یي یوازي پرینږدي.

    افغان وطن ته د ټرمپ سفر دا ښيي چې امریکا لا هم پر افغانستان ولاړه ده او دغلته نه غواړي شوي پرمختګونه له طالبانو سره د احتمالي جوړ جاړي په سبب زیانمن شي.

    د ولسمشر ټرمپ دې خبرو چې امریکا دافغان حکومت او ولس تر شا ولاړه ده ، په افغانستان کې دننه او بهر هغه کسان سخت اندېښمن کړي چې په لویه کې د پاکستان او ایران د ګټو پالونکي دي‌.

    د پاکستاني ګټو پالونکي ځینی کسان چې ځانونه افغانان بولي او په پښتو ژبه رواني خبري کولای شي پر خواله رسنیو هڅه کوي چې د ټرمپ سفر کمزوری وښيي ، خو په لویه کې دامریکا د ولسمشر ټونالډ ټرمپ سفر دافغانستان ددښمنانو له پاره یو سور څراغ دی .

    هغه کسان چې د افغانستان ګټي ورته مهمي‌دي‌د ولسمشر ټرمپ سفر ته د یوه نیک پال په سترګه ګوري .

    ښاغلي ټرمپ له غني سره په خبرو کې وویلي چې هیواد به یې تر بشپړي کامیبابۍ پوري له افغانانو سره ولاړ وي او دا ویره دي افغانان نه کوي چې ګواکې امریکا د نیمي لاري ملګرتیا کوي.

    ټرمپ همدا راز ویلي چې طالبان اوربند ته حاضر شوي دي او که چیرته لږ هم د سولي له پروسي په شا شي امریکا او افغان ځواکونه به یې له دې هم نور وځي .

    هغه همدا راز زیاته کړه : (( زه اوس پوهیږي چې طالبان اوربند کوي، او دا کار به سمي پایلي ولري)).

    د امریکې ولسمشر پر داسي وخت افغان خاوره باندي پل ږدي چې حکومت په ختیځ ننګرهار کې د داعش ډلي د ځپلو زیری تیره اونۍ خپور کړ.

    افغان امنیتي ځواکونو اوس دا توان موندلی دی چې داعش ترهه ګره ډله یې له منځه یو وړه او وسله وال طالبان یې له افغانستان نه ایستلو ته اړ کړي دي .

    داسي ښکاري چې دافغانستان دښمنان که کور دننه ځیني جاسوسان دي‌او یا له هیواده بهر د پردیو ګټو ساتونکي دي هڅه کوي چې دافغانستان او امریکا تر منځ اړیکي خراب کړي ، خو اوس افغان حکومت توانېدلی چې د افغانستان دا کښتۍ تر خوندي څنډو وروسوي .

    دولسمشر غني بریالۍ پالیسي او ددفاع وزیر اسدالله خالد ترهه ګري ضد جګړه اوس دې کچي ته رسېدلې چې د هغوی له مخالفینو پرته یې د ولسمشر ټرمپ په ګډون د نړۍ نېژدې هر ه سیاسي څېره او ځواکمن قوتونه مني .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *