تاند- ایراني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد ولسمشر حسن روحاني د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ډاډ ورکړ چې د کابل د حکومت ملاتړ د تهران اساسي او بنیادي پالیسي ده.

ښاغلي روحاني ولسمشر غني ته په ټېلفوني خبرو کې همداراز وویل چې ایران د یوه داسي ثبات لرونکي افغانستان غوښتونکی دی چې له بشپړ امنیته برخمن وي او د اقتصادي پرمختګ په لاره چټک ګامونه اخلي.

د ایران ولسمشر د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ تروریستي او افراطي ډلې وغندلې او هغه یې نه یوازې افغانستان بلکې ټولې سیمې ته خطرناکې او مضرې وبللې.

د افغانستان له حکومته د ایران ولسمشر وروسته له دې په کلکه ملاتړ څرګندوي او د افغانستان د حکومت وسله والې مخالفې ډلې ترهګرې بولي، چې د اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د هغه په پاکستاني پاسپورت کې د ایران د وېزې او دخولي او خروجي ټاپو موجودیت د ایران او طالبانو د اړیکو د ژورتیا په اړه د افغان چارواکو شکونه پارولي دي.

روحاني د تهران او کابل ترمنځ د ګډ اقتصادي کمیسیون د جوړېدو له لارې د دوو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي راکړو ورکړو د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

د ایراني رسنیو پر اساس، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ایران ولسمشر ته وویل چې هیواد یې په ټولو برخو کې له ایران سره د اړیکو او همکاریو پراختیا ته تیار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *