تاند- د ایران پارلمان (مجلس) پرېکړه وکړه چې د دغه هیواد لپاره په جګړو کې د وژل شویو افغانانو او نورو بهرنیانو د کورنیو غړیو ته دې د ایران تابعیت ورکړای شي.

د ایران او عراق په ۸ کلنه جګړه کې نامعلوم شمېر افغانان د ایران د دفاع په لاره کې وژل شوي دي.

د ایران د پارلمان له لوري په تصویب شوې لایحه کې حکومت ته واک ورکړای شوی چې د هغو کسانو اولادونو، ښځو او مور او پلار ته د ایران تابعیت ورکړي چې د صدام حسین په مشرۍ د عراق او ایران په اته کلنه جګړه کې وژل شوي دي.

په دې لایحه کې دا یادونه هم شوې چې د تابعیت ورکړه دې له تقاضا تر یوه کال په لږ وخت کې ورکړای شي.

تر دې مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې ایران د سوریې په جګړه کې د ایران له لوري استول شویو افغانانو او پاکستانیانو او د هغو د کورنیو غړیو ته هم د ایران تابعیت او یا لږترلږه دایمي اقامت ورکوي.

د ایران پارلمان لا هم د هغو بهرنیانو، چې مېرمنې یې ایرانۍ دي، اولادونو ته د ایراني تابعیت د ورکولو پرېکړه نه ده کړې.

ویل کېږي چې تر ۵۰ زره زیاتو افغانانو له ایرانیو ښځو سره ودونه کړي او ماشومان یې لېواله دي چې د ایران تابعیت واخلي.

د ایران پارلمان او دولتي سرچینو نه دي ویلي چې د پارلمان له لوري د وروستۍ لایحې له تصویب کېدو وروسته به څومره بهرنیان د ایران تابعیت ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *