تاند- د ایران څلورم ولسمشر هاشمي رفسنجاني، چې د یکشنبې په ورځ د ۸۲ کلونو په عمر وفات شو، نن د ایران د اسلامي انقلاب د بنسټګر آیت الله خمیني په مقبره کې خاورو ته وسپارل شو.

د ده د جنازې لمونځ د ایران د اسلامي انقلاب د مشر آیت الله علي خامنه يي په امامتۍ ادا شو.

رفسنجاني د ایران په اوسني اسلامی جمهوري نظام کې ډېر مهم او اغېزمن مشر و.

ویل کېږي چې د اسلامي نظام له رامنځته کېدو وروسته د ایران او عراق د جګړې د پای ته رسېدو په شمول د ایران په ټولو مهمو پرېکړو کې رفسنجاني اساسي او ټاکونکی رول درلود.

ده ته د یوه منځلاري ایراني مشر په سترګه کتل کېدل او ویل کېږي چې ډېره هڅه یې کوله چې له ګاونډیو او دنیاوالو سره د ایران اړیکې ښې کړي.

ځیني ایراني شنونکي هاشمي رفسنجاني د اصلاح غوښتونکو او د ایران د قدرت د اصلي خاوندانو ترمنځ، چې مشري یې د ایران د مذهبي مشر په لاس کې ده، د ارتباط پُل باله او وايي چې د ده مرګ ممکن دا ارتباط پرې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *