Ira

تاند- د ایران دولتي تلویزیون وايي چې د دغه هیواد په مرکزي برخه کې د یوه موټر په ټکر کې ۲۰ تنه غیرقانوني افغانان مړه او ۱۰ نور ژوبل شول.

په راپور کې ویل شوي چې موټر له یوه میني بس او لارۍ سره د یکشنبې په ماښام د قم او تهران په لاره کې ټکر شو.

د ایران تلویزیون د لارو د ترافیک پولیسو د ريیس محمد حسین حمیدي له قوله وویل چې د پېښې ټول قربانیان ایران ته په غرقانوني ډول ورغلي افغانان دي.

نه دغه ایراني چارواکي او نه هم تلویزیون په دې اړه څه ویلي چې د ټکر اصلي علت څه و.

ایران د ترافیکي پېښو له نظره په نړۍ کې تر ټولو خونړی هیواد بلل کېږي.

د دغه هیواد په لویو لارو کې د کال تر ۴ لکه زیاتې ترافیکي پېښې کېږي چې په لړ کې یې نژدې ۱۸ زره تنه وژل کېږي.

د اکثرو ټکرونو او پېښو علت د موټرو خرابوالی او د ترافیکي قوانینو نه رعایتول بلل کېږي خو په دا ډول پېښو کې د تلفاتو د زیاتوالي علت د امبولاسنونو کموالی ښودل کېږي.

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *