تاند- (د سنبلې ۵) د ایراني خبري اژانس مهر د راپور له مخې، په دغه هیواد کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال نن (سې شنبه) وویل چې په ایران کې ۴۰ زره افغان محصلان په بېلابېلو پوهنتونو کې په زده کړو بوخت دي.
د ښاغلي لېوال په وینا اکثره افغان محصلان تخنیک او انجنیري لولي.
ده زیاته کړه«د افغانستان د پوهنتونونو شاوخوا ۳۰ استادان په ایران کې د ماسترۍ او دوکتورا په دورو کې زده کړه کوي.»
لېوال وايي چې افغانستان د خپلو پرمختیايي چارو لپاره د کرنې او تخنیک په برخو کې متخصصانو ته زیاته اړتیا لري.
د ایراني چارواکو په وینا د دغه هیواد په ۸ لویو پوهنتونونو کې شاوخوا ۷۰ زره بهرني محصلان په زده کړو بوخت دي.
د مهر خبري اژانس پر اساس، د سږ کال په لومړیو کې د تهران د طبي علومو پوهنتون د افغانستان له خاتم النبین پوهنتون سره، چې د ایران په مرسته جوړ شوی دی، د علمي او تحقیقي همکاریو د زیاتولو لپاره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ.
د ۲۰۱۷ م کال په مې میاشت کې په تهران کې د افغانستان مرستیال سفیر احمد هارون نجیم پور وویل چې د ایران په پوهنتونونو کې ۱۵ زره افغان محصلان په زده کړو بوخت دي.
د دې ترڅنګ زرګونه افغانان د ایران په قم علمیه حوزه (دارالعلوم) کې دیني زده کړې کوي. د ایران په دیني مدرسو کې د تاریخ، ساینس، او کمپیوټر په شان عصري زده کړې هم ورکول کېږي.