ارشیف

تاند- په ایران کې ولسي اعتراضونه او د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو له لوري د اعتراض کوونکو د ځپلو لړۍ دوام لري.

له مظاهره چیانو سره د امنیتي ځواکونو د تېرې شپې په تاوتریخوالو کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

دا هغه شمېر دی چې د ایران رسمي سرچینې پرې اعتراف کوي.

ایراني رسنۍ وايي چې مظاهره چیانو په څو ښارونو کې د پولیسو پر ماموریتونو حملې کړي او په لړ کې یې یو شمېر پولیس وژلي یا ټپیان کړي دي.

د ایران رسمي سرچینې د مظاهرو په لړ کې د ۲۱ مظاهره چیانو وژل او یوازې په تهران کې د نژدې ۵۰۰ تنو نیول تاییدوي.

په همدې حال کې د ایران حکومت د سپاه پاسداران، استخباراتو او بیسج ملېشې په زرګونو غړي په شخصي جامو کې د مظاهرو چیانو ځپلو ته ګومارلي دي.

خو له دې سره سره د سپاره پاسداران ویندوی نن ادعا وکړه چې حالات تر کنټرول لاندې دي او سپاه مداخلې ته لا اړتیا نه ویني.

د سپاه ویندوی په عین حال کې منلې چې په ځینو ښارونو کې د دوی ځواکونو مداخله کړې ده.

سپاه روانې مظاهرې بلواوې یا اغتاشونه بللي دي.

په ایران کې د مظاهره چیانو ترمنځ د همږغۍ د مخنیوي او مظاهرو ته د خلکو د نه تشویق کېدو په خاظر ټولینزې رسنۍ او انترنیت پرچاو شوی دی.

ایراني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد پر پلازمېنې تهران سربېره په رشت، کرامانشاه، نجف اباد (کوردستان) خمیني شهر، قهدریجان، اردبیل (اذربایجان)، سنندج (کوردستان)، دهدشت، چاه بهار، اصفهان، شاهین شهر، اراک، دهلران، بندرماهشهر، مسجد سلیمان، تویسرکان او ګڼو نورو ښارونو کې مظاهرې روانې دي.

ایراني چارواکو امریکا، سعودي عربستان او اسراییل د ایرانیانو په پارولو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

دا مظاهرې د جنسونو د بیو د لوړېدو، بې روزګارۍ او بېوزلۍ د زیاتېدو په اعتراض کې پیل شوې.

مظاهره چیانو، چې په پیل کې د قیمتونو د کنټرول غوښتنه کوله، اوس د ایران د اسلامي نظام د پرزېدو غوښتنه کوي او د دغه نظام د موسس خمیني او اوسني مذهبي مشر علي خلمنه يي پر ضد شعارونه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *