تاند، چهارشنبه، د ثور ۱۷مه: په داسې حال کې چې افغان حکومت د ایراني سرحدي ځواکونو لخوا د شاوخوا ۳۰ افغان کارګرو وژنه نه بخښونکې او وحشیانه بللې، بلخوا د ایران ځانګړي استازي د طالبانو له مشرانو سره دوستانه تلفوني تماس نیولی دی.

د ایراني رسنیو په قول افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان د طالبانو له مشرانو سره افغانستان کې په وروستیو پرمختګونو اوږد بحث کړی دی.
دواړو لوریو په افغانستان کې د کورونا ویروس د مخنیوي په اړه هم خبرې کړې دي، خو په ایران کې د لسګونه افغانانو وژنې او سیند ته د هغوی د غورځونې په اړه د خبرو هیڅ تبادله نه ده شوې.

ایراني چارواکو نه دي ویلي، چې په قطر کې د طالبانو کوم مشران یې له ځانګړي استازي سره غږېدلي دي؟ خو زیاتره مهال ملا عباس ستانکزی او ملا برادر د طالبانو په استازیتوب له یو او بل لوري سره غږېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت خبرداری ورکړی چې په ایراني خاوره کې د افغان کارګرو بې رحمانه وژنه د بخښلو نه ده او په دې اړه به دوی پراخې پلټنې وکړي.

د یادونې ده چې د شنبې په ورځ ایراني ځواکونو له افغان خاورې وراوښتي کارګر له شکنجې وروسته سیند ته غورځولي وو چې له دې جملې د ګڼو کسانو مړي د هریرود سیند وړي دي او ګڼ یې موندل شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې پېښه د جدي پلټنو د پيل غوښتنه کړې او امریکا هم دا وحشت غندلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *