تاند، دوشنبه، د حمل ۴مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د وروستي کورني کړکیچ په اړه د روسيې او ایران د څرګندونو هرکلی کړی دی.
روسیې او ایران په جلا جلا اعلامیو کې د افغانستان کورني وضعیت له کبله پر سوله او سیمه ییز ثبات باندې د هغې منفي اغیزې په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویلي یې دي چې امریکا د ټاکنیز بحران په اړه ستونزو ته پام نه دی کړی.
افغان حکومت په دې اړه د ایران د توند دریځ چې ظاهرا د عبدالله په ملاتړ نیول شوی، انتقاد کړی او ویلي یې دي چې له ایرانه یې د داسې سطحي بیان تمه نه لرله.
خو پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه اعلامیه کې ویلي چې دی په افغانستان کې د سولې د پروسې په ګړندي کولو کې د ګاونډیو هیوادونو او سیمې علاقه ستایي.
هغه زیاته کړه: “د سولې په پروسه کې د انحصاري مداخلې مخنیوی ، د دې پروسې افغاني کول او د بین الافغاني خبرو اترو پیل به زموږ د ملي حاکمیت په ټینګولو کې مرسته وکړي.”
پخواني ولسمشر په امریکا غږ وکړ چې په افغانستان کې د خپل شتون نه د نورو هیوادونو سره د مقابلې او سیالۍ لپاره کار وانخلي.
حامد کرزی په داسې حال کې د ایران او روسیې د څرګندونو ملاتړ کوي چې ویل کیږي نوموړی هڅه کوي د ایران او روسیې سره د اړیکو په ګرمولو طالبان ځانته مایل کړي او په راتلونکي کې د ده په اند د یو نوي حکومت مشري ور وسپارل شي.
هغه شک چې حامد کرزي بیا بیا رد کړی دی.