په قطر کې د شپاړلس کلنو په آسیایي سیالیو کې نن د افغانستان کرکټ ملي شپاړلس کلنې لوبډلې په خپله لومړۍ سیالۍ کې د ایران ملي شپاړلس کلنې لوبډلې ته حیرانونکې ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د ایران لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی یوازې تر ۱۶ اوور پورې لوبې ته ادامه ورکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې افغان شپاړلس کلنو لوبغاړو ته د ۲۷ منډو هدف ورکړ. د افغان شپاړلس کلنو توپ اچونکو له لوري یوسف د سیالې لوبډلې ۶ او قیس ۲ لوبغاړي وسوځول.

افغان شپاړلس کلنو توپوهونکو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۳ اوور کې بشپړ کړ. یوسف د سیالۍ غوره لوبغاړی وپیژندل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ټول افغان ملت ته د ایران ملي شپاړلس کلنې لوبډلې پر وړاندې د افغان ملي شپاړلس کلنې لوبډلې حیرانونکې بریا مبارکي ووییله. نوموړي ووییل چې زموږ په هیواد کې ځوان استعدادونه په ځلیدو دي او موږ به د کرکټ په برخه کې یو ډیر روښانه راتلونکی ولرو.

ټاکل شوې سبا د افغانستان ملي شپاړلس کلنه لوبډله خپله دوهمه سیالي د قطر ملي شپاړلس کلنې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *