تاند- د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ پنځه ورځینۍ نړیواله مسابقه، چې پرون په دوبۍ کې د کرکټ د نړیوالې شورا د کرکټ اکاډیمۍ په لوبغالي کې آیرلنډ پیل کړه، نن هم پاتې اوو افغان لوبغاړي دوام ورکوي.

پرون ټول ایرلنډي لوبغاړي په داسي حال کې وسوځول شول چې ټولټال یې ۱۸۷ منډې جوړې کړې وې.

دولت ځدراڼ ډېر ښه بالینګ وکړ. ده په شپاړس اورونو کې څلور آیرلنډي لوبغاړي وسوځول او ۴۴ منډې یې ورکړې.

رحمت شاه هم ښه وځلېد. ده په ۹ اورونو ۳۶ منډې ورکړې خو ۳ ایرلنډي لوبغاړي یې وسوځول. سمیع الله شینواري په ۷ اورونو کې ۲ وسوځول او یو هم د عزت الله دولتزي له لوري وسوځول شو.

میرویس اشرف هم ښه لوبه وکړه. که څه هم ده کوم لوبغاړی ونه شو سوځولی مګر په ۷ اورونو کې یې یوازې ۱۹ منډې ورکړې.

د ایرلنډي لوبغاړو له سوځېدو وروسته افغان لوبغاړو، په داسي حال کې چې درې لوبغاړي یې وسوځېدل ۱۰۶ منډې جوړې کړې.

نوروز منګل، (۱۳ منډې)، شبیر نوري (۲۹) او شهزاد (۱۶) منډې وکړې او وسوځېدل.

نن به رحمت شاه او اصغر ستانکزی لوبې ته دوام ورکړي. دوی تر پرونه پوري په ګډه ۲۳ منډې جوړې کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *