د سویډن هیواد وتلې سندرغاړې لورین تالهوي په سویډن کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ترویج یا په خلکو کې د دې کمیټې د لاپیژندنې لپاره د استازې په توګه وټاکل شوه.
د سویډن کمېټې له یوې خبرپاڼې سره سم لورین په ۲۰۱۲م کال د اروپايي سندرو په سیالیو کې د بریا لپاره یوه پیژندل شوې څیره ده. دا اوس غواړي چی په سویډن کې خلک په افغانستان کې د سویډن کمیټې له پرمختیايي کارونو څخه خبر کړي.
لورین وايي چی تل د بې عدالتۍ په وړاندې هلوځلو او د بشري حقونو لپاره کارونو ته ژمنه پاتې شوې ده.
هغې زیاته کره: « زه غواړم چې د یوې هنرمندې په توګه ټولو خلکو ته خپل پیغام ورسوم.» د دې په وینا که چیرې زیات شمیر خلک له افغانستان سره مرستو ته وهڅوي دا به د دې لپاره د خوشحالۍ ځای وي.
لورین د اروپايي سندرو په سیالیو کې له ګډون وروسته یوازې په سویډن کې نه بلکې په ټوله نړۍ کې یوه پیژندل شوې څیره ده او وخت ناوخته مختلفو هیوادونو ته سفرونه کوي
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې سرمنشي اننا کارین جوهانسون د لورین په دې مرسته خوښي څرګنده کړه، ویې ویل، دا سویډنۍ سندرغاړې سویډن کمیټې ته فرصت په لاس ورکوي چې سویډنیان په افغانستان کې د سویډن کمیټې له کارونو څخه خبر کړي.
لورین به له دې وروسته د افغانستان په اړه د ترویج دنده په غاړه ولري او افغانستان ته به په منظمه توګه سفرونه لري. اغلې لورین څه موده وړاندې افغانستان ته راغلې وه او د کابل او د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ یسکین بالا کلي ته تللې وه.
راتلونکی کال به په دې کلي کې د لومړنیو زده کړو ښوونځي د جوړونې کارونه پیل شي او دا په نظر کې نیول شوې چې لورین به دې کلی ته بیا راځي او د دې ښوونځي د تعمیر د کارونو څخه به څارنه کوي.
لورین وايي چی یسکین بالا کلی ته سفر او هلته له خلکو سره لیدنه ورته یوه ستره تجربه وه. «زه هیله لرم چې دلته به بیا راځم او دلته به د خپلو دوستانو سره ګورم.»
د هغې په وینا پوهه ډیره مهمه ده. ځکه چې په پوهې نه یوازې فقر له منځه ځي بلکې خلک د خپل ژوند د اړتیا د پوره کولو لپاره ګټه اخیستلی شي.
د لورین دا سندره د ایرو وېژن د ۲۰۱۲ کال د کال لومړۍ سندره غوره شوه.