تاند- د ایروویژن د سندرو د مسابقې لومړنۍ ګټونکې لیس اسیا د ۹۴ کلونو په عمر مړه شوه.

اسیا په ۱۹۵۶ م کال د سویس لپاره د اروپا د سندرو لومړۍ جایزه ګټلې وه.

د ایروویژن د مسابقو تنظیموونکو اعلان وکړ چې لیس اسیا پرون /شنبه/ د سویس په زوریخ کې مړه شوه.

د دوی په وینا د هغې روغتیايي حالت په وروستیو کلونو کې ښه نه و.

ایروویژن اسیا د خپلو مسابقو لومړۍ ښځه بللې او ویلي یې دي چې په راتلونکو ورځو کې به یې یاد ولمانځي.

«موږ د لیس اسیا د مړینې د خبر په اورېدو ډېر خواشیني یوو. دا په ۱۹۵۶ م کال زموږ د مسابقې لومړنۍ ګټونکې او د دغو مسابقو لویه ملاتړ کوونکې وه. د ایرو ویژن کورنۍ د لیس اسیا له عزیزانو سره خواخوږي څرګندوي.»

دا په ۱۹۸۵ م کال د ایرو ویژن د دېرشمې کالیزې په مراسمو کې ځانګړې مېلمنه وه او په ۲۰۰۵ کې یې د ایرو ویژن په پنځوسمه کالیزه کې ګډون وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *