نادیه مراد

تاند- د عراق د ایزدي اقلیت فعالې نادیه مراد او د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت مشهور ډاکتر دانیس موکویګي د ۲۰۱۸ کال د نوبل د سولې جایزه وګټله.

۲۵ کلنه نادیه مراد، چې د داعش له لوري د ایزدي ښځو له مرییتوب او خرڅلاوه یې ځان ژغورلی، نړیوالو ته د داعش د وحشت د بربنډولو او مبارزې په خاطر د نوبل د سولې د جایزې مستحقه بلل شوې ده.

د دې جایزې دوهم ګټونکی دانیس موکوګي، د کانګو اوسېدونکی او ډاکتر دی. ده د جنسي تېریو له قرباني ښځو سره د مرستې هڅې کړي او هڅې یې په نړیواله ټولنه کې څو ځلې ستایل شوي دي.

د نوبل د سولې د جایزې ارزښت ۹ ملیونه سویډني کرونه ده.

ټاکل شوې ده چې د نوبل د سولې جایزه د سږ کال د دسمبر په لسمه نېټه په یو لړ مراسمو کې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې ورکړل شي.

موکوګي په ۲۰۱۴ م کال د اروپا د سخاروف د بشري حقونو جایزه وګټله او څو نورې مهمې جایزې یې هم ترلاسه کړي دي.

نادیه مراد، د ایزدیانو د حقونو د مدافع او د یوې داسې ښځې په توګه چې داعشي بلواګرو پرې جنسي تېري کړي، په ۲۰۱۶ م کال له یوې بلې ایزدي ښځې لامیه حاجي بشار سره یوځای د سخاروف د بشري حقونو جایزه ګټلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *