که دایسا اداره په میدان وردګو ولایت کې د صنعتي پارک عملي چارې د روانې میاشتې تر وروستې پیل نه کړي،نو ولایت مقام به یې چارې د سوداګرو په همکارۍ پیل کړي.
دغه خبره د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي نن ( دوشنبه) د دغه ولایت د سوداګرو سره په ځانګړې غونډه کې ترسره کړه او زیاته یې کړه،چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د ولایت مقام له لورې سره د پرلپسو اړېکو په ترڅ کې بیا هم ایسا ادارې تر دا مهاله په دغه ولایت کې د صنعتي پارک عملي چارې پیل نکړې .
ده وویل : ایسا اداره د ډیزاین او په ځینو نورو نومونو به میدان وردګو ولایت کې د صنعتي پارک پروژه له ځنډ سره مخ کوي او که د روانې میاشتې تر وروستیو پورې خپلې چارې پیل نکړې،نو ولایت مقام به د سوداګرو سره په شریکه د دغه پارک د ډیزاین او نورې عملي چارې پیل کړي.
د میدان وردګو د والي په وینا د ایسا ادارې له لورې د صنعتي پارک ځنډیدل د هغه سوداګرو علاقه چې پلان لري به دغه پارک کې بېلابېلې فابریکې او نور سوداګریز کارونه ترسره کړي کموي چې د صنعتي پارک د نا کامیدو لامل ګرځي.
د میدان وردګو والي وايي په هره ډول قانوني لاره چې کیږي،د دغه ولایت سوداګرو ته به په دغه ولایت کې د پانګې اچونې زمینه ډیر ژر برابر کړي،ترڅو د پانګې اچونې په ترڅ کې د دغه ولایت اوسیدونکو ته کاري زمینه هم برابره شي .
په درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر