تاند- په کاناډا کې څېړونکو د ایس کریم د نه ویلي کېدو لار موندلې ده. دوی وايي چې که له ایس کریم سره د کېلې د پوستکي ماده یو ځای شي، نه به ویلي کېږي.
د کاناډا د ګیلف پوهنتون څېړونکي وايي، داسې یوه لاره یې موندلې چې د ایس کریم د ویلي کېدو مخه نیسي.
د ښې پخې شوې کېلې پوستکی د سلولز په نوم کوچني فایبرونه لري. له ایس کریم سره د دې مادې یوځای کېدل سبب کېږي چې ایس کریم ژر ویلي نه شي او لا خوندور شي.
دا طبیعي فایبرونه تر وېښتانو په زرګونو ځلې نازک دي. دا ماده د دې سبب کېږي چې د ایس کریم خوند ښه وي او پر دې سربېره د خوراکي موادو غوړ له منځه نه وړي.
د کاناډا د ګیلف پوهنتون څېړونکې رابین زولواګا ګالاکو وايي چې د دوی تحقیقات ښيي چې د کېلې سلولزي فایبرونه د ایس کریم کیفیت ښه کوي؛ په ځانګړي ډول فایبرونه سبب کېږي چې ایس کریم ژر ویلي نه شي او خوراکي مواد یې کیفیت له لاسه ورنه کړي.