تاند، سه شنبه، د میزان ۱۵مه: امریکا د چین پر ۲۸ بنسټونو او شرکتونو د ایغور مسلمانانو د ځورونې په تور بندیزونه ولګول.
چین لا تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی خو د امریکا د سوداګرۍ وزارت وايي، له دې وروسته دغو سترو شرکتونو سره هیڅوک د واشنګټن له اجازې پرته راکړه ورکړه نشي کولی، ځکه دغو شرکتونو د ایغور مسلمانانو د بشري حقونو په نقض او د هغوی په ځورونه کې نقش لوبولی دی.
د امریکا لخوا له بندیز سره د مخ شویو بنسټونو له منځه د جاسوسي وسایلو جوړولو مهم شرکت، هیکویژن سواګریز شرکت، داهوا تخنیکي شرکت، مګوا تخنیکي شرکت، د سنګیانګ د امنیت اداره او ۱۹ نور دولتي بنسټونه او پاتې غیر دولتي ادارې شاملې دي.
امریکا په تېره می میاشت کې هم د چین پر ټلیکام او هواوې شرکتونو د خپلو تولیداتو د امنیت د نه خوندیتوب له کبله بندیزونه لګولي وو.
د بشري حقونو ډلې وايي، چین نږدې یو میلیون ایغور مسلمانان په یو کمپ کې ساتلي او سختې شکنجې ورکوي.
خو اقتصادي شنونکي بیا وايي، امریکا ایغوریان فقط خپله بهانه ګرځولی او نور له چین سره اقتصادي جګړه مخته وړي.