تاند – د عوامي نېشنل ګوند د صوبابي جنرل سکرټري مرستیال او د دغه ګوند د مشر اسفندیار ولي خان زوی ایمل ولي خان خبرو د لر اوبر پښتنو ځوانانو غوسه دومره راوپاروله چې په ټولنیزو رسنیو کې یې حتی د نوموړي په وړاندې د سپکاوي الفاظ وکارول.
ښاغلي ولي خان د نومبر په ۹مه د خیبر نیوز تلوېزیوني چینل د ټاپ سټوریز په نامه پروګرام کې له کوربه سید وقاص شاه سره په خبرو کې ویلي چې که افغانستان په پاکستان حمله وکړي هغوی به د پاکستان د دفاع لپاره ودانګي.
په یوه ۴۸ دقیقه یي مفصله تلوېزیوني مرکه کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ایمل ولي خان وایي، «زما مشر د صوابۍ په جلسه کې اعلانیه طور ووې چې زه فی الحال د سي پیک احتجاج هم لږ سلو ځکه کوم چې په ملک باندې د ګاونډي ملکونو نه خطرې دي، او زما ګاونډي ملکونه دې ښکاره واوري که په پاکستان مسئله راځي نو مونږ له د خپلې خاورې دفاع راځي. مونږ به اول د پاکستان لپاره ودرېږو، که افغانستان راځي مونږ به د افغانستان خلاف ودرېږو، که هندوستان راځي مونږ به د هندوستان خلاف ودرېږو، که امریکه راځي مونږ به دې امریکې خلاف ودرېږو او که بل څه راځي مونږ به د بل څه خلاف ودرېږو.»

ایمل ولي خان وایي چې هغه افغان دی خو افغانی نه دی، او زیاتوي چې افغان ځکه دی چې قوم یې افغان دی خو نور پاکستانی دی.
که څه هم چې ګڼ شمېر پوهان د ایمل خبرې په را روانو انتخاباتو کې پنجابیانو ته د دغه ګوند د نژدې کېدلو او د واک ترلاسه کولو لپاره یوه هڅه ګڼي خو بلې خوا ته بیا پښتانه ښیي چې د هغه په خبرو سخت دردېدلي دي.
د ایمل ولي خان د خبرو په غبرګون کې د پښتونخوا یو مبارز بهروزخان لیکي، «د اى اين پي د مشر اسفنديار ولي خان ځوى ايمل خان واي که افغانستان په پاکستان حمله وکړه نو د پاکستان دفاع ته به راووځي. دا ښه سياسي پوهه ده چې نن د باچا خان په کور کې داسې ذهنيت پيدا شوى. ايمل خان له خو پکار دا وو چې ې ويلى وى پاکستان د طالبانو مرسته کوي کوم چې په افغانستان کې ورور وژنه کوي او بايد پاکستان د طالبانو د مرستو نه لاس واخلي. ايمل خان د دې جوګه دى چې په داسې لويو او ژورو شخړو او ستونزو خبرې وکړي؟ او دا دې هر چا ته ښکاره وي د پښتنو د يووالي غوښتنه به د چا دپاره پارليماني سياست وي خو دا د پښتنو او افغانانو ژوندۍ مبارزه ده. او د يووالي د پاره سړى په دوه کشتو پښې نه شي کيښودى.»
د پښتونخوا یو بل ځوان سیاستوال امیر یوسفزی لیکي، «د فخر افغان بابا کړوسې وایی که چرې پاکستان باندې د افغانستان لخوا حمله وشوه د پاکستان سره به کلک ولاړ یو. یاره افغانستان په چا حملې نه کوی صرف د خپلې خاورې تپوس به کوی که سبا ده او که سل کاله پس.»
د سوشل میډیا یو فعال شهریار یوسفزی لیکي، «د دۀ دا ټولې خبرې غلطې دي او او خدای دې پاکستان او افغانستان دواړه ملکونه د جنګونو نه بچ ؤساتي… افغانستان پۀ پاکستان پسې نۀ راپاڅي خو پاکستان دې افغانستان کښې لاس وهنو نه ځان بچ کړي…» ښاغلی شهریار د ډیورنډ کرښې مسئله حساسه ګڼي او لیکي، «بله خبره د ډيورنډ لائن ده نومونږ چې هر کله د افغانستان او پاکستان باره کښې خبره کوُو نو خيال سره به کوُو…نۀ خو مونږ خپله قامي نظريه پۀ سيند لاهو کؤلے شو او نۀ مونږ د حقائقو او مجبوریو نه سترګې پټؤلے شو….پاکستان له به هم خېر غواړو خو د خپل تاريخ، شناخت، او قامي ګټې پۀ قیمت نه.»
سردارعیسی خېل د ولي خان په خبرو غوسه څرګندوي او لیکي، «زه افغان وم، یم او مرم به هم افغان. اسفندیار ولي خان او زوی یې د پنجاب د خوشحالولو لپاره دا ډول خبرې کوي.»
په افغانستان کې دننه هم زیات شمېر خلکو او په ځانګړې توګه په ټولنیزو رسنیو د ښاغلي ایمل ولي خان په خبرو خفګان ښودلی دی. په جلال اباد کې مېشت ځوان فعال او هنرمند حمدالله ارباب لیکي، «ګل خانانو ته وایم:
هغه چې د پاک سرزمین شاد باد نعرې وهې او له ډیر اخلاص د خپل ورور پښتون روان جنوسایډ یو ضرورت ګڼي
دې لږې خپلې خوبوړې سترګې ومخي!!
زما ناراضه روره!
زه منحېث د یو برني پښتون او په ټوله کې د یو افغان په صفت ستا دا ریکشنري غوصه منم
ځکه د لر پښتون د وجود لویه برخه زما د بر پښتون د ځینو مشرانود لاسه پرې شوې ده.
په دغه کارونو مونږ تاسو ته ملامته یو!
مونږ ستاسو د ښیګڼو چې د کلي ولس په کچه مو د برنو سره کړي دي، شوکر ګوزار یو خو تاسو نه بس یوه غوښتنه لرم
چې تعلیم وکړۍ، خپل کلتور، خپله ژبه او خپله قامپالنه په پوره اخلاص سره وکړئ لکه څرنګه چې مې یوه ورځ ارواښاد افضل خان لالا رح ته په سوات کې وویل چې خان لالا تاسو دلته په کوزه خاوره د دغه شته پښتنو د تباهۍ مخه ونیسۍ او مونږ به بره کوشش کوو او چې کله مو مټې مضبوطې شوې نو بیا به سره یو شو، خان لالا رح راته تر اخره خندل ویل ارباب صیب دا دې راته لا څنګه خبره وکړه!
نو زه هم تاسو ته وایم چې تاسو دغلته ځان جوړ کړۍ، د بېځایه نفرتونو خپرلو که هغه په شعوري توګه کوۍ او که د بل په ایشاره، نه تیر شئ او مونږ به دلته اول خپل شناخت وګټو، مونږ به دلته د افغان حکومت هغه ناسمې پالیسیانې چې دغه زخمونه پسې لا خرابوي، مخنیوي وکړو. لنډمهاله وړاندیز مې تاسو ټولو ته هم دی چې کله مو هم زړه تنګیږي نو خپل پلرني وطن افغانستان ته راځئ، دا ستاسو خپل وطن دی، ګل وطن دی.»
موږ د هغوی لپاره دا څو کلونه کېږي چې کړيږو او دردیږو او دغه ډول نامرد انسان ته ګورئ
الله دې وشرموه. ان شاالله هغه ورځ به راځي چې په خپل پاکستانی توب به شرمېږي
که تاسې ځان د راحل شریف زوی هم وبولئ
بنجابیان تاسې ته د واقعی پاکستاني په سترګه نه ګوري
چوازقومی یکی بیدانشی کرد
نه که مارا منزلت ماند نه مه را
شنیدستی که گاوی درعلفزار
با لاید همه گاوان ده را
ژوندی دی وی گران افغانستان
دادپاچا خان کړوسی نه – بلکه کوم حرامی به وی
ایمل خانه.له دې خبرودې داسې معلومیږي چې ته دباچاخان دفامیل سره هیڅ تړاونه لرې اونه هم پښتون یې اونه هم دپښتنودټاټوبې په هکله بشپړه معلومات لرې؟یوځل تیرتاریخ مطالعه کړه اوبیاداسې جذباتي ویناوې کوه.ته دپنجاب غلام وې اویې به.په خلاصوغوږونوواوره چې په دې ویناسره ته هم دافغانستان په بربادی کې لاس لرې نومونږته،ته اوپنجابیان یوشانتې دښمنان یاستئ.که خیروه اودالله رضاوه اولزاوبرافغانان سره متفق شول اوچې داکارپه نږدې راتلونکي کې انشاالله کیدونکی هم دی تااوپنجابیانوته به مرګوني ګوذارونه درکړواوډیورنډلین به دهمیش لپاره له منځه ولاړشي اومخ توروالی به تااودتاپه شان یوتعدادغلاموپښتنوته پاتې شي.
افسوس چی پښتنی مور پنجابی زوی زیږولی دی په یوه ګل نه پسرلی کیږی اوس د افغانستان خلک څو ګ وژنی خو همدا ایمله غوندی یو ځو خرڅ شوی خلک دی چی د پنجابی ښکیلاګ په واسطه او د اسلام په نامه خلک وژنی بیغمه اوسه تا غوندی ډیر د پنجاب په طرف ولاړ دی ولی موږ یی غاښ ورمات کړی دی خو سل افسوس چی د یوه پښتون په کور کښی داسی پنجابی غلام له کومه شوو خو که ایمل پنجابی والا پوه شی زموږ مبارزه هم ستاسی د ساتنی له پاره ده
Tasi hara khabara jedi ganai pa toko ham napohigai.de hagha becharagano majboriatoona ham pa nazar ki wanisai.
daa Emal de Fakhre Afghan karrwasay me che waled daa pokh de panjab sandda ra wokhot.ISI khpal kaar kawe aw de koranay ke khaamakhaa ISI khpale zaale jorre karre de che le hagha na daa Emal (de panjab sandda) day.
که پاکستانی دی حق یی ده دوخپل وطن دفاع وکړی او که افغانی وی نو بیا دمخ تور شی .
ایکاش ایمل پنجابی یوځل د خپل پلار ، نیکه ، غورنیکه او د پښتنو تاریخ لوستی وای نو بیا به ئې داسي ډوزې نه ویشتی. فکر کوم د ایمل ماغزه د آی اس آی له خوا پریمنځل شوي وي نو پدې ترتیب سره د هغه کورنۍ ، د لرې پښتونخوا ملی مبارزین او په محکومه پښتونخوا کې افغانان مه ملامتوی. کیدای شی د هغه خبرې د دواړو خواو میشت پښتون قام په خیر تمامې شی.
وایی: خوشحال بابا
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار
رحمت الله سایل وایي:
پيښور او کابل دواړه دوه یاران دی
لکه دوه سترګې په مخ د جانان دی
سعود بنګښ بیا وایی:
زما سپینې پښتونخوا غوندې په اور کې
چې ولاړ دا تور پنجاب وای، څه به ښه وای
یو بل شاعر بیا وایی:
خونه د پښتون چې پکې ړنګه ده
دا دنیا د اورواخلی ، دا دنیا بدرنګه ده
په پاي کې ملګرومه خفه کیږی، کاروان تیریږي سپی به غاپی.
تبصرہ لیکلو با ندِ زان ولے ستڑے کڑم ؟ تاسو کے دو مرہ جرات نیشتہ چہ زما حقیقت پسندانہ تبصرہ چاپ کڑئے تاسو دہ پاکستان پہ دُشمنئی کے ڑاندہ شوی یئ او دہ دے خبرے حیس احساس نہ لرئے چہ پاکستان یو ازاد ملک دے او دہ دُنیا دہ ٹولو نہ زیات پختانہ اغلتی اوسیگی ۔
سل پلالې پورې دا يوه يي په بنګړو !
ملګريه رب مو دې له جنګه وساتي خو که خداى ناخواسته جګړه را منځ ته شوه نو چې پنجابى وژلى شم نو زما مرمى تا هم غوڅولى شي بيغمه اوسه تا تر اوسه د ډز نوم اوريدلى او زه شوى په ډزو کى يم لوى شوى په ډزو کى يم نو ستا په شان د پنجابى پښتون په ويشتو به هم کوم افسوس نه راځي،
سلامونه؛
دځينو لرو پښتنو خو همدا بې-همتي ده چې کله کلدارې مردارې باندې وپړسېږي او یا د هیرا-مڼډهي کومه سناتوري ورته میلاو شي او یا لکه فضلو پوده،عمران خاین!، پوریز ښټک؟ ا.د.ن. اربابان، مولی ناګان یا میاګان ترې جوړ شي ، بیا نو مورنۍ ژبه هم ترې هیره شي؛ د پلار-نیکهء مبارزې هم ترې هیرې شي. او دخپلې مورنۍ خاورې افغان وطن پر ضد اوتې-بوتې وشيندي.
هلکه ایمل خانه! ته دې هغه ترور نه وشرمیږه چې په کلکته د هندوستان کې د ملیونونو پښتنو قیادت کوي او له نریندرا مودي غ
غواړي چې لکه بلوچانو ، پښتنو سره هم مرستې وکړي ترڅو د پنجابي (د انګریز وارث) له شره په امان شي مګر ته لا بیا هم د بی-شرفانو چې خیبر پښتونخوا، وزیرستان، فاټا او بلوچستان ېې در په دره او خاورې په سره کړل؛ په افغانستان کې د کومې نامردانه او بیشرفانه تش په نامهء جهات! افغانان وژني، کورونه ېې ورانوي او خاوره ېې نیسي؟ خو افسوس چې جلالت چپن کرزی خان هم لکه تا غوندې ویل: که څوک پر پاکستان حمله وکړي زه به پاکستان ته ورور وایم او دپاکستان په طرف به درېژم!.
په پای کې وایم د خپل نوم نه دې چې د غازي ایمل خان او دریا خان نه اخیستل سوی لژ وشرمیږه، او پلار دې قا م ته باید نڼواتې وکړي.
د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده
په کابل او پیښور کښې افغان یو دی!
زہ مطمئن یم چہ د فخر افغان د فامیل نطفہ دی پہ وجود کی نشتہ، شہ بہ دا وی چہ د خپلی مور ںہ د خپل اصل
معلومات حاصل کی
ایمل بابو جی فکر کوم د تا به خپله مورنۍ ژبه هم ښه نه وي زده . ته د هغه چا دفاع کوې چې ستا پلرونه او نیکونه یی قتل عام کړل. د هغوی کورونه یی وران کړل ، ستا نیکونه یی له لسو ډیرو کلونو بیګناه بندیان کړل، ستا مورنۍ ژبه ېې له منځه یووړه. نن د نړۍ په هر هیواد کې د اقلیتونو ژبې رسمي دي او هغوی حق لري په خپله ژبه خبرې وکړی. ستاسو په ګاونډ یعنی افغانستان کې له پښتو او دري سره نورې محلي ژبې هم په خپلو سیمو کې رسمیت لری . په هندوستان کې هم همداسې درواخله چې له هندی او انګلیسی علاوه 22 نورې ژبې رسمی دی ، په اروپا کې بلجیم له هالندی او فرانسوی نه علاوه د 75 زرو جرمن نژادو لپاره جرمني ژبه هم رسمی ده ، په سویس کې اووه نیم میلیونه خلک ژوند کوي خو هلته آلمانی ، فرانسوی ، ایتالوی او رومانش ژبې رسمیت لری.
د خپل هیواد ساتنه د هر چا حق دی خو ستا هیواد د پنجابیانو له خوا اشغال شویدی. پنجاب ستا ژبه ، تاریځ ، اقتصاد ، کلتور او هرڅه درنه واخیستل او ته لا د خپل دښمن دفاع کوي.
The role of Awami national party who divide pashton in 1971 and pashton belt became a part of balcohistan, they always followed paki rule but who am i My name is mohammed nasim panezai living in pishin khanozi Durand line if Afghanistan did attack at pakistan i and my whole family play rule of knights of afghan any one who is against of my home land he is my enemy and i will die as afghan Love you afghanistan and loi Afghaniya
زه دکال ۱۹۶۸ م نه را په هیسې د نوموړي ګوند سره علاقه لرم.د ايمل وينا م نن دنطر نه تېره شوه.زما ډبرې پښتونخوا د وروڼو عکس العمل م هم ولوست.چا هسی غورې کړې دي .او ځنو دخپلی پوهې سره سم کامنټونه ورکړي دي.دپښتنو تاريخ ګواه دې، چې په درئمه پېړئ ئي رياست او حکومت ختم شوېدی.بله خبره د ډېورنډ د کرښې! نو تاسو رښتيا ووائي،چې کوزه پښتونخوا والي عبدالرحمان په څومره روپو په انګرېز خرڅه کړې وه . .ددې بحث پر ځائ بايد هغه راتلونکي خونړي حالات وڅيړو ،کوم چې په ځمونږ په سر ولاړ دي.لکه امریکه کښې بدلون،دروسيا،چين،ايران او دطالب غورځنګ تر مينځ اړيکې ،داشرف غني او دعبدالله ترمينځ اومړی سپنړسې په شلېدو دئ. .