د کیسه لیکوال او ژورنالیست ایمل پسرلي د لنډو کیسو شپږمه ټولګه لار ورکی د افغانستان د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د علمي خپرندویه ټولنې له خوا خپره شوه.

د ۲۴ لنډو کیسو او د استاد نجیب منلي په یوه سریزه چاپ شوی دغه کتاب د افغانستان د پکتیا ولايت په مرکز ګردېز کې علمي خپرندویې ټولنې چاپ کړی دی.

دا د ایمل پسرلي د لنډو کیسو شپږمه ټولګه ده.

تر اوسه د ښاغلي لیکوال ټول ټال ۱۰۰ لنډې کیسې د کتابونو په بڼه چاپ شوي دي.

تېر کال ( ۲۰۱۴)  په کابل کې د اکسوس کتابپلورنځي د ایمل پسرلي د لنډو کیسو پنځمه ټولګه « یوازي شوي» چاپ کړې وه.

تر هغه وړاندې څلورمه لار، یو مزل دوه نړۍ، د څارنوال  هانري قضيې او نورې کیسې او شګې ، لمر او سمندر د ایمل پسرلي د لنډو کیسو څلور نورې ټولګې وې.

د دوی دوه نالونه، بې ځالې مرغه او لټون هم په تېرو کلونو کې چاپ شوي دي.

ډالري معاش د ایمل پسرلي د ډرامو یوازینۍ ټولګه ده.

د یادونې وړ ده چې په پکتیا کې علمي خپرندویه ټولنه په دې وروستیو کې ګڼ نور کتابونه هم چاپ کړي دي.

له هغې ډلې د ومان نیازي د شعرونو ټولګه د سکرو بخۍ او د اجمل پسرلي د لنډو کیسو ټولګه نور خلک هم شامل دي چې له لار ورکې سره په یوه وخت له چاپه راوتلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *