یوازي شوي د ایمل پسرلي د لنډو کیسو پنځمه مجموعه ده چې د جولای په لومړۍ نېټه په کابل کې د سپوږمۍ رادیو له لورې خپره شوه.

—-

« یوازې شوي» د ایمل پسرلي د ۲۵ لنډو کیسو او یوې کیسه ډولې سریزې مجموعه ده چې په کابل کې د سه شنبې ( د جولای لومړۍ) چاپ شوه.

دا کتاب د سپوږمۍ رادیو له لورې په زرو ټوکونو کې چاپ شوی دی.

تر دې وړاندې د څلورمه لار، یو مزل دوه نړۍ، د څارنوال هینري قضیې او نورې کیسې او د  شګې ، لمر او سمندر په نامه د ایمل پسرلي د لنډو کیسو څلور ټولګې خپرې شوې وې.

د دغه لیکوال دوه نالونه، بې ځالې مرغه او لټون هم پخوا چاپ شوي دی.

دوی د ډرامو یوه ټولګه، ډالري معاش هم لري او د ان لاین ژورنالیزم په باب یې هم یو اثر خپور شوی دی.

د سپوږمۍ رادیو له رادیويي ایف ایم خپرونو سره جوخت له څه وخته راهیسته د کتاب چاپولو ته هم مخه کړې ده.

یوازې شوي د سپوږمۍ رادیو له لورې د چاپ شویو کتابونو یولسم دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *