تاند- شپږ تنه افغان پناه غوښتونکي په یوه ریفریجرېټر ټرک یا یخچالي لارۍ کې په داسي حال کې وژغورل شول چې نژدې و له یخنۍ ومري.
دا شپږ تنه، چې عمرونه یې د ۱۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي، هغه مهال وموندل شول چې موټر یې تازه د ایټالیا له پولې اتریش ته اوښتی و.
دوی په یونان کې د انساني قاچاقبرو له لوري په ټرک کې پټ کړای شول ول.
د یخچال لرونکي لارۍ چلوونکی، چې د هنګري تبعه دی، له دې خبر نه و چې د موټر په یخچال کې یې انسانان شته. په داسي حال کې چې موټر یې چلاوه، د کانتینر له منځه یې ټکا واورېده، موټر یې ودراوه او د یخچال د دروازې له پرانستلو وروسته یې شپږ تنه ولیدل چې هلته پټ شوي وو. هغوی سمدستي له کانتینره ټوپ کړل او وتښتېدل.
موټر چلوونکي پولیسو ته ټېلفون وکړ او له پېښې لږ وروسته شپږ واړه د پولیسو له لوري ونیول شول. دوه تنه یې د منډې په ترڅ کې برسرېرن ژوبل شوي دي. ټول له اتریشه ایټالیا ته تر لېږلو مخکې روغتون ته یووړل شول او بایو متریک یې واخیستل شو.
دوی په ټرک کې ۳۰ ساعته تېر کړي وو.
دوی پولیسو ته وویل چې موټر چلوونکی خبر نه و چې د قاچاقبرو له لوري د یونان په پاتریاس بندر کې د ټرک یخچال ته وخېژول شول.
شپږ واړه د یکشنبې په شپه د ایټالیا سرحدي چارواکو ته وسپارل شول.