د ایټالیا دفاع وزیر وايي چې هیواد یې غواړي چې له افغانستانه په تدریجي ډول ځواکونه وباسي خو له ۲۰۱۴ وروسته به بیا هم په یوه نوي ماموریت کې د افغان امنیتي ځواکونو مرستې ته دوام ورکړي.

د ایټالیا دفاع وزیر وویل، په افغانستان کې به د دغه هیواد په نوي ماموریت کې نه د وسله والو یاغیانو پرضد جګړه شامله وي او نه د تروریزم او مخدرو موادو پرضد مبارزه.

د ایټالیا د خبري اژانس انسا د راپور له مخې د دغه هیواد دفاع وزیر ماریو مورو پرون/چهارشنبه/ وویل: حکومت یې غواړي چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو د اوسني ماموریت له پای ته رسېدو وروسته د ناټو ترمشرۍ لاندې په ماموریت کې ګډون ته دوام ورکړي.

ده چې د ایټالیا ولسي جرګې ته په افغانستان کې د تېرې شنبې د ورځې د حملې په اړه مالومات ورکول، چې په نتیجه کې یې یو ایټالیايي پوځي ووژل شو، وویل: په فراه ولایت کې د یوه کم عمره افغان له لوري، چې اوس په توقیف کې دی، د ایټالیايي پوځي وژنه له طالبانو سره تړاو نه لري.

ده همداراز وویل، په افغانستان کې حاضردمه د ایټالیايي پوځیانو شمېر ۳۱۰۰ تنه دی خو سږ کال به په تدریجي ډول لږ شي او په ۲۰۱۴ کې به نور هم لږ شي.

ده دا خبرې په داسي حال کې د خپل هیواد د پارلمان ولسي جرګې ته کولې، چې ډېر لږ شمېر وکیلان په غونډه کې حاضر ول.

مورو وویل: وروسته له دې چې په افغانستان کې د ایساف ماموریت پای ته ورسېږي، موږ غواړو چې په افغانستان کې له ۲۰۱۴ وروسته پاتې شو څو له افغان پوځیانو سره مرسته وکړو.

د ایټالیا دفاع وزیر وروسته دې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د تدریجي ایستلو خبره کوي چې د امریکا دفاع وزیر په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو چک هېګل په غونډه کې وویل چې ایټالیا به له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان په لوېدیځ کې او جرمني په شمال کې پوځیان پرېږدي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *