تاند- په روم کې د ایټالیا د دفاع وزارت سرچینې وايي چې په افغانستان کې د دوی یوه شینوک څرخکه ویشتل شوې خو په نتیجه کې یې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ایټالیا د ضربه قوې سي ایچ ۴۷ شینوک هیلي کوپتر د شینډنډ د جنوب په دېرش کیلومترۍ کې د کښېناستو په مهال وویشتل شوه.

د ایټالیا د دفاع وزارت په وینا دا هیلي کوپتر د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره سیمې ته استول شوې وه. او افغان امنیتي ځواکونو ته یې نور افغان ځواکونه د ملاتړ لپاره رسول.

ویل شوي چې هیلي کوپترې پر حمله کوونکو ځوابي ډزې وکړې.

په دې پېښه کې د ایټالیا د دفاع وزارت په وینا څرخکه معمولي زیانمنه شوې خو هیڅ ایټالیايي یا افغان پوځي ته زیان نه دی اوښتی.

په هلمند کې د طالبانو د ډله ییز برید مخه ونیول شوه

د هلمند ولایت چارواکي او د ملي امنیت ریاست وايي چې په دې ولایت کې یې د وسله والو طالبانو د یوې ډله ییزې ځانمرګې حملې پلان شنډ کړی دی.

د ملي امنیت د ریاست سرچینې وايي چې په دې تړاو یې پنځه تنه ځانمرګي له درو موټرسایکلونو او زیاته اندازه چاودېدونکو موادو سره نیولي دي.

د ملي امنیت د سرچینو په وینا دغو کسانو غوښتل چې په خانشین ولسوالۍ کې همهاله برید وکړي.

د سرچینې په ادعا له نیول شویو کسانو سره یې ۹ کلاشینکوفونه، یو راکټ، ۴۷ جاغوره مرمۍ او ډېره اندازه چاودېدونکي مواد کشف کړي دي.

په کندهار کې د ۱۷ وسله والو طالبانو د نیولو ادعا

له بلې خوا په کندهار کې چارواکي وايي چې ۱۷ وسله وال سخت دریځي یې په څو ولسوالیو کې نیولي دي. د کندهار چارواکي وايي چې دا کسان یې مخکې تر دې چې حملې وکړي نیولي دي.

په غزني کې ۱۵ طالبان ووژل شول

د افغان چارواکو په ادعا په غزني ولایت کې له وسله والو طالبانو سره د امنیتي ځواکونو په نښته کې د یو شمېر پاکستانیانو په شمول ټولټال ۱۵ سخت دریځي وژل شوي دي.

د اب بند ولسوال الله داد حلیمي رسنیو ته وویل:«د وسله والو طالبانو یوې ډلې تېره شپه ناوخته د دې ولسوالۍ په جان ګل سیمه کې د پولیسو پر پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه ونښته او تر نن سهاره پوري روانه وه. په جګړه کې ۱۵ وسله وال سخت دریځي ووژل شول چې د هغو په منځ کې د دوی قومندان ملا علم او پنځه پاکستانیان هم شامل دي.»

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد دا پېښه تایید کړه خو ویې ویل چې په نښته کې شپږ پولیس وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ