تاند- د ایټالیا په جنوب لوېدیځ کې د سمندر په غاړه د یوه لېري ښارګوټي د اوسېدونکو عمر د څېړونکو او ساینسپوهانو پام ځان ته اړولی دی.
د بریتانیا د انډیپندینت ورځپاڼې د راپور له مخې، د ایټالیا په دغه کوچني ښار کې، چې اسچرویلي (Acciaroli) نومېږي،۳۰۰ داسي کسان شته چې عمرونه یې تر ۱۰۰ کلونو اوښتي دي.
امریکايي او ایټالیايي څېړونکي هڅه کوي چې د دې سیمې د اوسېدونکو د اوږد عمر راز معلوم کړي.
د دوی د تحقیق تمرکز به په دې وي چې په دې کوچني ښارګي کې ولي ۳۰۰ تنه تر ۱۰۰ کلونو زیات عمر لري.
په اسچرویلي کې، چې د اوسېدونکو شمېر یې ۲ زره تنه دی، د زړه او هېرې یا الزایمر ناروغۍ ډېرې لږې دي.
څېړونکي وايي، په اسچرویلي کې دوی د جنټیکي شننې ترڅنګ د خلکو د ژوند شېوه، خوراکي رژیم، سپورت او عادتونه هم څېړي او د دې اوږدمهالې څېړنې پایله به کېدای شي په نوره نړۍ کې د نورو انسانانو په درد وخوري.
د اسچر ویلي اوسېدونکي، چې د ښه صحت په لرلو مشهوره دي، د کب غوښه او زیتون ډېر خوري؛ دا دواړه د مدیترانې د غاړې هیوادونه او سیمې زیات لري.
د اسچر ویلي اوسېدونکي روزمري (rosemary) سبزي هم په خپلو خوړو کې زیات استعمالوي.
دوی په نسبي ډول پلي تګ زیات کوي او پر غونډو خېژي.