په مدیترانې سمندرګي کې د ۷۰۰ کډوالو بېړۍ ډوبه شوې

تاند- د ایټالیا ساحل ساتونکو وویل چې نن یې د دغه هیواد په جنوب ختیځ ساحل کې ۷۰ افغان او عراقي پناه غوښتونکي، چې په یوه بېړۍ کې سپاره ول، وژغورل.

ایټالیا تېر کال په مدیترانه کې د پناه غوښتونکو د ژغورلو ځانګړی ماموریت بند کړ، خو لا هم د دې لپاره چې اروپايي اتحادیه او غړي هیوادونه یې د پناه غوښتونکو د سېل د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کوي، په خپلو سواحلو کې د ژغورنې ماموریت ته دوام ورکوي.

د ایټالیايي ساحل ساتونکو دوو بېړیو ۷۰ تنه پناه غوښتونکي په «پوګلیا» کې د سنتا ماریا دي لیوسیا بندر ته راوستل.

ساحل ساتونکو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دغو پناه غوښتونکو په منځ کې دوې ښځې او څلور ماشومان شامل دي.

د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي، د روان کال له پیله د مې د میاشتې تر لومړۍ اوونۍ پوري شاوخوا ۳۵ زره پنځه سوه پناه غوښتونکي د اوبو له لارې ایټالیا ته رسېدلي دي.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، سږ کال تراوسه پوري نژدې ۱۸۰۰ تنه په اوبو کې بې درکه شوي یا مړه شوي دي خو تېر کال ۳۵۰۰ تنه مړه شوي ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *