تاند- د ایټالیا د پارلمان ۱۱۸ غړیو یو اوږد لیک لاسلیک کړی او په هغه کې یې غوښتنه کړې چې د افغانستان د بایسکل ځغاستې فدراسیون دې د نوبل د سولې جایزې ته ونومول شي.
د ایټالیا د پارلمان د کیڼ اړخي دیموکرات ګوند غړي او د ایټالیا د ملي جرګې د چاپېریال ساتنې د کمیسیون رييس ایرمیتي ریلاچي له یو شمېر نورو وکیلانو سره په ګډه د لاسلیکونو د ټولولو چارې تنظیم کړي دي.
دا لیک د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وړاندې شو.
د ایټالیا د مشرانو جرګې مرستیال خبري غونډې ته وویل:«بایسکل په افغانستان کې یوه خورا عامه ترانسپورتي وسیله ده چې چاپېریال ته تاوان نه رسوي. نه یوازې دوامداره وسیله ده بلکې ارزانه هم ده.»
ده وویل د دغو ټولو دلایلو په خاطر پکار ده چې د نوبل د ۲۰۱۶ د سولې جایزه د افغانستان بایسکل ځغاستې د نجونو فدراسیون ته ورکړای شي.