د ملګرو ملتونو یوه لوړرتبه مامور ویلي دي چې له ایډز ناروغي سره مقابله په کامیابۍ سره مخ په وړاندې روانه ده او امېد دی چې تر دوه زره دیرشم کاله پورې به ایډز د یوه ساري مرض په حیث بېخي ختم شي. په ملګرو ملتونو کې د یو، این، ایډز ادارې مرستیال لوییس لوریز وایي چې له دوه زره دېرشم کاله وروسته به ایډز بیا هم خال خال لیدل کېږي خو له ساري او وبایي حالته به راوتلی او کنټرول شوی وي.
په دې ناروغۍ باندې اوس هر کال درې میلیونه کسان مبتلا کېږي او د کال اوولس لکه کسان د ایډز له لاسه ساه ورکوي خو څرنګه چې اوس یې د علاج نسبتا کامیابې طریقې او د کنټرول لارې موندل شوې دي، نو دا ویلای شو چې تر دوه زره دېرشم کال پورې به ایډز په کنټرول کې راشي او له داسې حالته به راووځي چې په زرګونو زرګونو کسان ورباندې مبتلا وي.
په ملګرو ملتونو کې د ایډز له ناروغۍ سره د مقابلې د ادارې مرستیال لویس لویز چې په پاناما کې یې د ایډز د مقابلې په یوه کنفرانس کې خبرې کولې ، وویل : مونږ په ډاډ سره ویلای شو چې په دې برخه کې مو پرمختګ کړی دی. تر شل کاله پخوا پورې د ایچ، آی ، وي د لرونکي یعنې د هغه وېروس د لرونکي علاج چې په ایډز مبتلا کېږي، نولس زره ډالره غوښتل خو اوس دغه کار د کال یوسلو پنځوس ډالره لګښت غواړي. په تېرو لسو کلونو کې په ایډز باندې د مبتلا شویو کسانو شمېر په متوسط ډول د کال شل فیصده راکم شوی دی او په تېرو دوو لسیزو کې د هغو کسانو شمېر شپېته فیصده زیات شوی دی چې د ایچ، آی، وي له شره ژغورل شوي دي.