د ایکولوجیکي پښې پل په حقیقت کې هغه ټوټه ځمکه ده چې وګړی يی د ژوند لپاره کاروي.وګړي ډېری ځمکی ته اړمن دي، دوی د ځمکی دومره ساحې ته اړتیا لری چې ورباندی واوسي، پری غلې دانې وکري، ورباندی تګ او راتګ وکړي، د سیال او سیاحت لپاره يی وکاروي او کثافات په کې خښ او یا بیا ځلي چاڼ او نوي کړي .

په نړۍ کې د تولیداتو او شتمنۍ زیاتوالی د دی څرګندوی دی چې بشري ټولنی د طبیعي محدودو سرچینو څخه ډیر زیات کار اخیستی،خو له دغوطبیعی منابعو څخه ټولو وګړو مساویانه او برابره ګټه نه ده ترلاسه کړی.هغوی چې د ځمکی له ډیری ساحی کار اخلي د ایکولوجیکي پښې پل The ecological footprint يی غټ او د ځنو ډیر واړه دي.
که چیرې خمکه عادلانه وویشل شي نو د هر وګړي د ژوند د ظرفیت ساحه Biocapacity به) 1,8 gha ګلوبل هکتاره وچه او اوبه (وي.له ګلوبل هکتاره څخه مقصد د بیولوژیکی محصولاتو د تر لاسه کولو ساحه ده.په داسی حال کی چې ځنې وګړي له پورتنۍ اندازی څو ځله زیات کار اخلي او د ایکولوژیکی پښی پل يی ډیر غټ دي. د بیلګې لپاره کولای شو د ځنو هیوادو نو د وګړو ایکولوجیکی پلونه سره پرتله کړو:
عربي متحده امارات منځني ایکولوجیکی پل ۱۰،۷ هکتاره ، دامریکی متحده ایالات ۸ هکتاره
بلجیم ۸ هکتاره ،هالنډ ۶،۲ هکتاره ،هنګري ۳ هکتاره ،ترکیه ۲،۷ هکتاره ،چین ۲،۲ هکتاره او هند ۰،۹هکتاره.
ددی لپاره چې د ژوند چاپیريال ډیر زیانمن نه شي نو په کار ده چې وګړي له ځمکې څخه معقوله ګټه واخلی او د شتمنو هیوادونو وګړي چې غټ ایکولوجیکی پښی پلونه لري خپل پلونه کوچني کړی او د بی ځایه لګښتونو مخه ونیسی. تر څو راتلونکی نسلونه او د بی وزلو هیوادونو وګړی هم د ژوندانه اسانتیاوی ولري.
پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
27-05-2014 اتلانتا جورجیا