تاند- د ایکو سرمشریزې په خپله اعلامیه کې د افغانستان د بیارغونې، پرمختګ، سولې او امنیت لپاره د ملي، سیمه ییزو او نړیوالو هلوځلو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

په دې اعلامیه کې، چې نن /چهارشنبه/ په اسلام اباد کې د افغانستان د مشرانو له ګډونه پرته د ایکو د نورو غړیو د مشرانو د غونډې په پای کې خپره شوه، غړیو هیوادونو د سیمې لپاره مهم وباله.

د ایکو مشرانو په داسي حال کې د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړ څرګند کړ چې د دې غونډې کوربه پر افغانستان د اقتصادي فشار د زیاتولو لپاره خپلې دروازې بندې کړي او هره ورځ په خپله خاوره کې افغان کډوال نیسي.

نن هم له دې غونډې سره په یو وخت پاکستاني رسنیو وویل چې پولیسو شاوخوا ۲۵۰ افغانان نیولي دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې پر اساس د ایکو مشرانو په خپله اعلامیه کې تاکید کړی چې تروریزم باید له هیڅ دین، مذهب، قوم، ملت یا تمدن سره ونه تړل شي او غړي هیوادونه د تروریزم له ټولو ډولونو سره مبارزې ته پر خپلې کلکې سیاسي ارادې ټینګار کوي.

د ایکو په غونډه کې د افغانستان استازیتوب په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال وکړ.

ډېری افغانان د ایکو په غونډه کې د افغانستان نه ګډون د کابل له نننیو حملو سره بې ارتباطه نه ګڼي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *