د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر متقاعد جنرال حمیدګل وايي چې د افغانستان د سولې لپاره ښه هیله داده چې عبدالله واک ته ورسیږي . هغه چې د طالبانو د جوړیدو طراح بلل کیږي وايي سره له د ې چې عبدالله دطالبانو په وړاندې جګړه کړې  خو دهغه بری د سولې لپاره ښه چانس دی.

۷۷ کلن متقاعد جنرال حمیدګل چې دپاکستان لخوا د جهادي ډلو د جوړیدو اوپه ګاونډیو هیوادونو کې ددوی په مټ داسلام اباد د نفوذ د پراخیدو د ستراتیژۍ اصلي بنسټ ایښودونکی بلل کیږي لاهم د پاکستان د پوځي سیاست پلي کونکو سترسلاکار او همکاربلل کیږي.

جنرال حمید ګل چې له ۱۹۸۷ تر ۱۹۸۹ کاله پورې ،چې په افغانستان کې د شوروي نیواک وروستي کلونه وو ، د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اس ای مشري په غاړه درلوده.هغه  وايي( که دده په لاس کې وای نو ده به د یوه عالم او علمي شخصیت پرځای یوجنګیالی د افغانستان لپاره غوره کړی چې سوله یې را وستې وای .)

له AFP اژانس سره په یوې مرکې کې هغه وویل:(د یوه مبارز جنګیالي او هوښیار یا زیرکانه انتخاب په توګه عبدالله یوازینی څوک دی چې کولی شي له افغان مخالفینو سره چې طالبان دي خبرې وکړي او سوله راولي. )

عبدالله په لومړي پړاو ټاکنو کې په شمال کې د اکثریت تاجکو رایه را خپله کړه ، په داسې حال کې چې اشرف غني داکثریت قوم پښتون له ټبره دی چې د طالبانو لویه برخه هم له دوی جوړه ده دویم ځای خپل کړ. خو ښاغلي ګل وویل :(که موخه سوله وي ،چې دی ، نو عبدالله د افغانستان د راتلونکې سولې لپاره یو ښه امتیاز او وړ جهادي کس دی.له هغه سره نور را ټول هم جهادیان دي ) هغه د محمد خان پښتانه او محقق هزاره شتون ته اشاره کړې چې مهم اړخونه دي .

هغه وویل : (اشرف غني یو جهادي کس نه دی ، بلکې هغه د نړیوال بانک یو پخوانی چارواکی دی چې د ۱۹۸۰مو کلونو پرمهال په امریکاکې اوسیده . نو د یوه جهادي لپاره له  غیر جهادي سره د خبرو ترسره کول به ډیر ستونزمن وي .)

جنرال حمید ګل د شوروي له وتلو وروسته چې هیواد د کورنۍ جګړې په لمبو سوځیده او بیا طالبان د پاکستان په ملاتړ راپورته شول او له قومندان مسعود څخه یې ډیرې شمالي سیمې ونیولې ، د عبدالله روزونکی پاته شوی . هغه د مسعود او طالبانو د جګړو پرمهال له دواړو اړخونو سره اړیکې درلودل او دمنځګړي رول یې لوباوو . هغه وايي:( له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۵ موکلونو  پورې چې طالبان را پورته شول او زه به افغانستان ته تلم ،نو د احمد شاه مسعود په میلمستون کې اوسیدم او عبدالله زما د اوسیدو مسول یا استازی وو اوما له هغه سره هره ورځ خبرې اترې کولې ).

هغه وايي افغانستان ته یې وروستی سفر په ۲۰۰۱ کال کې وو (ما د ۲۰۰۱ کال د اګسټ په ۱۹مه نیټه د افغانستان د ازادۍ په جشن کې د طالبانو په وروستي نظامي پریټ کې ګډون وکړ چې د سپټامبر د ۱۱ مې له پیښې یوازې ۳ اونۍ مخکې وو. زه په دغومراسمو کې مشر میلمه وم.)

جنرال حمید ګل چې د کابل او واشنګټن د دوستی کلک مخالف دی خبرداری ورکړی وو چې که له امریکې سره افغانستان امنیتي تړون لاسلیک کړي نو جګړه به دوام وکړي . هغه وویل:( که امریکایان بهر شي نو د افغانانو«طالبانو او حکمتیار» سره  روغه جوړه ممکنه ده .)

د امنیتي چارو پاکستانۍ تحلیل کونکې عایشه صدیقه وايي چې جنرال حمید ګل د پاکستان له لوړپوړو پوځي چارواکو سره کلک اړیکي لري ،(پوځ په روښانه توګه په افغانستان کې د نفوذ او یوه داسې ملګري دولت غوښتونکی دی چې د هند دنفوذ له پراخیدو، اسلام اباد ارام وي .)

د ژباړونکي تحلیل:

پاکستان اوس هم افغانستان ته پیاز په ګنډه کې وهلي او لاهم زموږ د ملت لپاره دوی ښه او بد په ګوته کوي . دوی خپل اهداف لري او د هرچا په وجود کې چې هغه پلي کیږي د همغه صفت کوي .د هغه منافقت ته که ځیرشو وینو چې څرنګه مو د مجاهد او غیر مجاهد په نومونو بیلوي. بله داچې په دغه مقاله کې ښکاره شوه چې جنرال حمید ګل له چاسره دوستي لري . هغه څه موده وړاندې هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې عبدالله عبدالله یې ښه دوست دی او دی ورسره ښه اړیکي لري .

داسې ښکاري چې پاکستانۍ کړۍ د پښتون غني له راتګه ځکه ویره لري چې دپښتانه کرزي په څیر به په ډیورنډ ناندرۍ ورسره پیل کړي او له ډیورنډ پورې غاړې پښتنو سره به جوړې شوې اړیکې پراخې ، پیاوړې او زیاتې شي او په سیمه کې به داسې پښتون غورځنګ راپورته شي چې د لوی افغانستان نارې به یې د اسلام اباد خوبونه حرام کړی .

ع – عاصم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *