راتلونکې ای پی اېل سیالۍ چې نهم (۹) پړاو یې دی ، ډېر مینوال به له لاسه ورکړي . ځکه د ډوني ( چینای سوپر کېنګ) او د شین واټسن (راجستان) لوبډلې به نه وي پکې . ویل کیږي چې کوچرانو او یا مشرانو د دوی د ټیمونو لګښتونو (مصارفو) ته مخه ونه لیده ؛ ځکه یې له سیالو بې برخې کړې او داسې هم ویل چې کیدای شي ددغو لوبډلو لوبغاړو کوم سپورتي جرم او یا بد اخلاقي کړې وي . خو ډوني هم په اخلاقو کې وړې ده او هم د کرکټ په نړۍ کې له هر چا ډېر مالداره دی او واټسن سره هم خپل اکشن ښه ښکاري ، بهترین لوبغاړي ور سره دي . له ای پي اېل څخه مخکې هم لوبډلې لرې کړل شویدي چې ، اته (۸) لوبډلې پاتې وې خو اوس به یوازې شپږ (۶) لوبډلې پاتې شي چې خوند به یې ځکه لاړ شي او کیدای شي ددې پر ځای نور ټیمونه جوړ کړي.
د ای پي اېل هم داسې سیالۍ دي چې له نړيوال جام هم جالبې دي ، ددې څو علتونه دي : یو خو د هر هیواد لوبغاړي په پکې لوبیږي ، هغه هم مرلي (چاڼ) وي ، بل د هند نفوس زیات دی نو تماشه یې ګرمه وي ، کتونکي او سیالۍ په جوش راولي او بل د هر چا د خوښې ټیم پکې معلوم وي . خو زه بیا په هره سیالۍ اوړم را اوړم (انتخاب) بدلوم ، کومه چې کمزوري لوبډله وي په هغې ورته دریږم ، ځکه تکړه لوبډله خو هسې هم تکړه وي؛ خو په فاینل کې بیا یوه لوبډله خوښوم.
لکه برازیل چې د فوټبال پر سر ټول هیواد ساتي ، هند هم د ای پي اېل پر سر ډېرې پیسې او امتیازونه تر لاسه کوي او ښه کامیاب تجارت یې روان دی .