د افغانستان د بشري حقونوخپلواک کمسیون

د مطبوعاتو او منابع څانګه

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون په ختیزو ولایتونو کې هر کال د لیندي په دیارلسمه نېټه (۳دسمبر)  معلولیت لرونکو وګړو ته د درناوي او بشري حقونو ته د لاسرسي په موخه د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو نړیواله ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځې. د معلولیت لرونکو وګړو د بشري حقونو د تامین، اعادی او دستونزو د حل په موخه  دا ځلې سیمه ییز دفتر هوډ کړي چې دغه ورځ د ننګرهار ولایت د ولایتی شورا په انګړ ونمانځي.

په ختیز کې د بشري حقونو سیمه ییز دفتر په دې هڅه کې دی چې، معلولیت لرونکي وګړي  ټولو هغو حقونو ته لاسرسي پیدا کړي چې اسلامې شریعت او د افغانستان نافذه قوانینو ورکړي دي.

د ختیزو ولایتونو سیمه ییز دفتر د هڅو په پایله کې د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو په تامین کې د پام وړ  لاسته راوړني  لرلي چې  د دوي په  ورځنیو چارو کې يې مثبت بدلون رامنځته کړی دی چې ترې یادونه  کولای شو.

  • د معلوليت لرونکو وګړو د بشري حقونو څخه د ټولنې مختلفو کټګوريو ته د ورکشاپونو، ښوونيزو جلسو، سيمينارونو، تلويزونې او راديويي خپرونو، د معلوليت لرونکو وګړو د نړيوالې ورځې نمانځغونډو او ملاقاتونو له لاري عامه پوهاوې ورکول.
  • د معلوليت لرونکو وګړو فزيکي لاسرسي او ګمارنې په موخه ځینې اړوندو  ادارو مسولو چارواکو سره ملاقاتونه او د اړتيا په صورت کې ورته رسمې مکتوبونه ليږل،  چې په پایله کې ځینو ښوونځيو او يو کم شمير دولتي او  نادولتې ادارو کې د معلولينو لپاره  د تګ راتګ ځانګړي لارې جوړ ې شوي.
  • په ختيزو ولايتونو کې د معلوليت لرونکو وګړو د بشري  حقونو دتحقق په موخه د عدالت غوښتنې د جلساتو په دوامداره توګه دايرول چې په نتیجه کې د موثر همغږي رامنځته کیدل او د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو تحقق لپاره د لوموړیتبونو تشخیصول.
  • د معلوليت لرونکو وګړو د بشري حقونو دعمومي  وضعيت څخه  څارنه  چې د څارني په ترڅ کې د تثبیت شویو   ستونزو د  حل په موخه د بیلا بیلو ادارو د مسوولینو سره د ناستو د لاری ځینو ستونزو ته د پای ټکي ایښودل.
  • هغه افرادو چې کمیسیون سیمه ییز دفتر ته د مشکلات له کبله عارض شوی د ستونزو د حل په موخه  د مربوطه ذیصلاح ادراو ته د دغو اشخاصو ورپیژندل.

د بشري حقونو سیمه ییز دفتر  د معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندي پرتو ستونزو ته په اشاری سره وایې چې اوس هم په دغه سیمه کې د معلولیت لرونکو وګړو ډېری  بشري حقونه تامین  ندې ،  هغه ستونزی چې دغه قشر ورسره لاس او ګریوان دي

استوګنځایونو نشتوالی، بيکاری، عام المنفعه ځايونو ته  فزيکې نه لاسرسي، د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو څخه د پوهاوي د کچې ټیټوالی،  د ملې  قوانینو او نړیوالو اسناد هغه چي  افغان دولت يي پلې کيدو ته ژمن دې په  سمه توګه نه تطبيق، کار اهل کار ته نه سپارل ، هغه ستونزی او مشکلات دغه قشر ورسره مخ دي.

تر دې دمه  هغه معلولین چې په ختیزو ولایتونو کې ثبت او راجستر شوی  تعداد یې په  ننګرهار  (٥٤٠٠) تنه لغمان (٣٩٤٢) تنه او په کونړ کې  (٢٩٠٠)تنه  ثبت شوی دي.

د ختیزو ولایتونو سیمه ییز دفتر یو ځل بیا په ټولو ملې او نړيوالو مرستندويه موسساتو، خپلواکو ادارو، مدنې ټولنې او په هیوادوالو   غږ کوي چي د معلوليت لرونکو وګړو د بشري حقونو په تامين کې د خپل وس او توان مطابق او د خپلو مسوليتونو په اساس په ريښتنې توګه کار وګړئ او معلولين د افغانې ټولنې د يو مهم او با ارزښته  قشر په توګه  وپيژنئ.

په درنښت

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ختیزو ولایتونو سیمه ییز دفتر

یادونه: ددې ایمیل ضمیمه هغه پریکړه لیک هم شامل دی چې د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو ملاتړ شبکي لخوا نشر شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *