د تاریخي شخصیتونو دارواڅېړنې او دروني شخصیت پېژندنې یوه لاره دا ده ، چې دنوې ارواپوهنې له معیارونو سره سم ، له هغوی څخه راپاتې ویناوې ،روایتونه ، تصویرونه یا لیکنې وڅېړل شي . دې ته دشخصیتي روانکاوۍ پوهه وايي ، چې په ادبي اثارو کې دتاریخ ، ژبپوهنې ، ادبي فنونو او ارواپوهنې په ګډه مرسته مطالعه کیږي .
احمدشاه بابا یوله همداسې سترو تاریخي شخصیتونو څخه دی ، چې ښايي دګڼو څېړونکو او تاریخپوهانو لپاره به یې شخصیت پېژندنه په زړه پورې وي . ددغه نومیالي شخصیت په اړه دروایتونو ، لیکنو ، شاهنامو ، تاریخي اسنادو او تبصرو ترڅنګ ، له نیکه مرغه دده له خپلې قریحې څخه دشاعرۍ یو بشپړ دیوان راپاتې دی ، چې ددغه ستر ټولواک او ادبي شخصیت دروانکاوۍ لپاره اصلي او لومړی لاس مواد دي .
احمدشاه بابا دخپل عسکري مزاج او له سیاست ، جګړې او ادارې سره له اوږدمهالي تړاو سره سره خورا عاطفي او حساس شخصیت ښکاري . ترپاچاهي وړاندې په زلمیتوب کې د نادري ځواکونود یو افسرپه توګه اوبیا وروسته دخپلې شاهنشاهۍ پرمهال دهند او شاوخواسیمو په نیولو کې خورا بوخت و، خو داسې ښکاري ، چې بابا دخپل ځان لپاره یو وخت بېل کړی و، په همدغه بېل کړي وخت کې ځان ته ننوتلی دی ، ددنیا او عقبا په اړه یې فکر کړی دی ، مینه یې کړې ، دهستۍ په اړه یې پوښتنې شاربلي ، دبابا په شاعرۍ کې دعرفاني مخاطب ترڅنګ دیوه انساني محبوب حضور هم ګورو ، دده شاعري ګواه ده ، چې بابا مینه کړې ده او همدغې مینې شاعرۍ ته اړایستلی دی :
نن بیا هسې دګلزار په ننداره ځم
چې له یاره سره خوښ همکناره ځم
تورې سترګې ، سره لبان اوشنه خالونه
ستا دلب په میو مست او مستانه ځم
مسته درخته دچندڼ زلفې ښامار دي
رقیبان که غاښ چیچي سربریده ځم
معشوقې دایران ډیرې ، ترکې شوخې
خدای چې راکه ترکې هند ته دوباره ځم
عشق او له محبوبې سره عاطفي اړیکې دشخصیت د پټو زاویو دپېژندنې لپاره ډیرمهم رازونه دي ، تاسو دیوه شخصیت تیاره کونجونه نه شئ موندلای ، تردې چې دهغه دمینې څراغ ونه مومئ؛ احمدشاه بابا دخپلې انساني مینې دکشش او جاذبې په زړه پورې تجربې لري ، په همدې پورته غزل کې ښکاري ، چې دمعشوقې جاذبه ده ، چې بابا یې دلویو ملکونو فتحې ته پیاوړی کړی دی ، داغزل یوازې دمحبوبې او شاهي فتوحاتو ذکر رااخیستی دی ، په شاعرۍ کې د اصلي روایتونو داړیکو شننه خورا مهمه ده ، دې ته Moving Among Narratives میتود ویلای شو ، چې په مرسته یې اصلي وسوسه موندل کیږي ؛ دبابا دهمدې غزل څونور بیتونه :
چې برکړی مې خدای لاس په رقیبانو
تروبه زه دهند په لور په تماشه ځم
چې دهند دملکو فتحه مې روزي سوه
نورایران لره په توغ په نغاره ځم
پرراکړي داد دې خدای نه سي پښېمانه
ترنګین مې ایران لاندې شاهانه ځم
زموږ واکمن شاعر خپل داغزل له مینې پیلوي ، بیخي دیوې داسې معشوقې له مینې څخه چې تورې سترګې ، سرې شونډې اوشنه خالونه یې عیني حضور زموږ دسترګوتروړاندې دروي ، بیا دعشق کشش په هندو ایران ورګډیږي ، شعر دوه روایتونه یا Narratives لري
معشوقه او دنویو ولایتونو نیول ، هغه هم دلوی خدای په مرسته . دشاعر روحي خوځښت ددې دواړو ترمنځ راښيي ، چې احمدشاه بابا په خپلو ورکو پسې خامخا ورځي او هېڅ څه یې هم مخه نه شي نیولای ، بابا دیوې پیاوړې ارادې خاوند دی ، چې دعواطفو ، جاذبې ، قدرت او تلپاتې حرکت ګډوله یې داروايي شخصیت اصلي توکي دي .
دباباشاعري دده بله ځانګړنه داراښیي ، چې دی له نوي ژوند چاپېریال سره عادت نه کوي ، داصلي ماء من پیاوړې جاذبه ، دلرغوني ژوند حسرت او اصل ته دراګرځېدلو جاذبه یې په اروا کې دنوستالجۍ بنیادونه جوړوي ، دده ناکراره اروا هرځای ته چې ځي اصل ته دراګرځېدوله تلوسې سره دوچار کیږي . همدا چې افشار نادر ووژل شو او ده یې حرم وژغوره ، په ډیره بېړه کندهار ته راستون شو ، هرځل چې یې دهند سوبه وکړه ، چارې یې خپل باوري استازي ته وسپارلې او کندهار ته یې بېړه وکړه، دبابا په دې مشهور شعر کې دانوستالجي څپې وهي :
ستا دعشق له وینو ډک سوه ځیګرونه
ستا په لاره کې بایلي زلمي سرونه
تاته راسمه زړګی زما فارغ سي
بې له تامې اندیښنې دزړه مارونه
که هرڅو مې ددنیا ملکونه ډیر سي
زما به هېر نه سي داستا ښکلي باغونه
دډیلۍ تخت هېرومه چې رایاد کړم
زما دښکلې پښتونخوا دغروسرونه
یوځل بیا دبابا اروايي تقلااو خوځښت ددوو روحي جاذبو ترمنځ : دیوه پیاوړي افغاني حاکمیت دجوړولو لپاره دسیمو نیول او فتوحات او بله خوا دکندهار هېوادنۍ جاذبه او هلته دمتمرکز حکومت له نږدې څارنه . داډول تلوسه ترده وړاندې یوازې په غزنوي سلطان محمود کې ګورو ، ګنې دهند لودي او سوري پادشاهان او بړېڅ نوابان خودهندافسانوي ځلبل او جاذبې داسې جذب کړل ، چې یوازې دهمدې لویې وچې دتاریخ یوه برخه وګرځېدل اوبس .
چې له نرمۍ ، عاطفي پاروونو ، په مخامخ جنس کې دمینې او محبت دروحیې دایجاد مزي ټینګولای شي ، دنرم او عاطفي شخصیت خاوندان وي ، په اوله ډله کې دتصاحب او مالکیت روحیه او په دوهمه ډله کې دمینې او جذابیت روحیه پیاوړې وي ، لومړۍ ډله خپل کام اخلي ، سړیږي او عاطفي اړیکې هیروي ، خو دوهمه ډله مینه کوي ، خوند اخلي او له خپل مقابل لوري سره د دوامدارې اړیکې او معنوي ارزښتونو پربنا مناسبات ساتي . عجیبه خو یې داده چې له مخالف جنس سره د دزور او ځواک له دریځه مخامخېدنکي لومړۍ ډله اشخاص ډارن ، فوبیایي او د رواني اختلالونو خاوند خلک وي ، چې دسادیستي تمایلاتو کمزوري او ابتدايي اعراض په کې سر راپورته کوي ، حال داچې دوهمه ډله عاطفي ، راپاروونکي ، جذاب او دمخالف جنس په وړاندې دپاسته دريځ خاوندان پرځان ډاډه ، ارامه ، زړور او دقوي ارادې خلک دي ، که څه هم په دوی کې د نګه خوند اخیستلو تربریده دمازوخیستي تمایلاتو لومړنۍ اوپه زړه پورې نښې هم راڅرګندیدلای شي : احمدشاه بابا له دوهمې ډلې شخصیتونو څخه دی ، دده یوغزل به دحسن ختام په توګه راوړم ، چې هم ډیر ښکلی او له شاعرانه هنره مالامال کلام دی او هم په کې دده جذاب ، راپارووږږ/ږنکی ، ارامه ، زړوراو ډاډمن مزاج له ورایه ښکاري .
سخ د ایینې دی ، چې دې تل ومخ ته ګوري
سخ دلونګین دی ، چې دې پاس په سینه ښوري
نه دي ستا په غومو غټې غټې مرغلرې
وصل دي په میاشتې پورې یو سر بل سر ستوري
روغ مې کړه له رنځه چې دخولې ښېرې دې واورم
شهدوشکر ورک کړه چې مې ستا شونډې وزوري
زه که ډوب په غم یم تل دې ډوب یم چې عاشق یم
تادې خدای دلبره تل له هرې بلاژغوري
ظلم دې ددوو سترګو هرګوره په مازورسه
چېرې توان مجال دزوروزر لري کمزوري
ماته وارزان دي بیا له مشک وترعنبره
څوک که تورې خاورې ستا دپله په بهار پلوري
درومي ستا ولور ته په ارمان ارمان کاته
سپین یې په کاته شو (احمدشاه ) دسترګوتوري نور بيا…
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۱۸) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱\ ۱۳۹۳