د بادام ګل دوديزې مشاعرې خبرتيا

په پام کې ده چې د راتلونکې جمعې په ورځ چې د ۱۴/۱/۱۳۹۴ نيټې سره سمون خوري، د زابل په مرکز کلات ښار کې د ۱۳۹۴ کال د بادام ګل دوديزه کلنۍ مشاعره تر سره شي، ځکه نو د هېواد ټولو درنو شاعرانو او د ادب مينه والو ته په پوره درنښت سره بلنه ورکول کېږي چې په خپل راتګ سره د بادام ګل مشاعره لا ښکلې او رنګينه کړي.

د اطلاعاتواوفرهنګ رياست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *