پادشاه خپل نجار ته وویل: سبا دې په دار ځړوم. نجار ته په هغه شپه هېڅ خوب نه ورته. د نجار مېرمنې وویل: د نورو شپو په څېر وېده شه، الله تعالی یو دی، خو د خلاصون دروازې یې ډېرې دي. د مېرمنې خبرې یې د زړه تکیه شوې، سترګې یې پټې کړې او ویده شو. سهار یې د سرتېرو د پښو درزا واورېده، څېره کې یې بدلون راغی، په ناهیلۍ یې خپلې مېرمنې ته وکتل چې ولې یې د هغه په خبرو باور وکړ . په لړزیدلو لاسونو یې دروازه خلاصه کړه، خپل لاسونه یې جوړه کړل، څو کړۍ ور واچول شي. دوو سرتېرو په حیرانۍ وویل: پادشاه مړی شوی دی او له تا غواړو تابوت ورته جوړ کړې. د نجار څېره وځلېده د پښېمانتیا په انداز یې خپلې مېرمنې ته وکتل. مېرمنې یې وخندل او زیاته یې کړه: د تېرو شپو په څېر وېده شه، ځکه الله یو دی او د خلاصون دروازې یې ډېرې دي.