تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د بادغیس والي وايي چې د دې ولایت د ولایت مقام ته په مخامخ هوټل کې یې وسله وال حمله کوونکي ځپلي او حمله یې پای ته رسولې ده.
د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی وايي، هوټل ته ۴ تنه حمله کوونکي ترهګر ننوتي وو چې دوه یې د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي او دوه ژوندي نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي بیا د وژل شویو حمله کوونکو شمېر ۳ تنه ښيي.
د کورنبو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وویل، د پیښې د تلفاتو په اړه کره معلومات لا نه دي ور رسیدلي خو ځایي سرچینې وایي چې د پیښې په همغه لومړیو شیبو کې درې سرتیري وژل شوي دي.
د بادغیس والي وايي، په دې برید کې څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ژوبل شوي دي.
د نصرت رحیمي په خبره جګړه پای ته رسېدلې او د کلا نو ښار وضعیت اوس د امنیتي ځواکونو په ولکه کې دی.
تاند ته یو شمېر سرچینې وایي، پیښه د امنیه قومندانۍ په څو مترۍ او د ولایت د مقام مخامخ شوې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، برید د دوی وسله والو کړی دی او د امنیه قومندانۍ سرتېري یې هدف وو.