تاند- په بادغیس ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۳۳ تنه مړه شوي دي.
د بادغیس والي احمد الله علیزي نن وویل چې دا پېښه پرون /شنبه/ په آب کمري ولسوالۍ کې د هغې لارۍ د چپه کېدوپه نتیجه کې وشوه چې هم مسافر پکې سپاره ول او هم څاروي پکې بار شوي ول.
اب کمري د ولایت د مرکز قلعه نو په لوېدیځ کې د ایران په پوله کې پرته ولسوالي ده.
په افغانستان کې د لارود خرابوالي، د ترافیکي مقرراتو د نه رعایت کېدو او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله ترافیکي پېښې زیاتې کېږي.
د بادغیس د والي په وینا په دې پېښه کې د لارۍ ۳۳ سپرلي وژل شوې ده.
ښاغلي علیزي د ټپیانو په اړه څه ونه ویل خو ځايي سرچینې وايي چې په پېښه کې ۱۳ نه ژوبل شوي دي.