بادغیس

تاند- راپورونه وايي چې د بادغیس ولایت په قادیس ولسوالي کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ له څو ورځو راهیسي سخته جګړه روانه ده.

د سیمې څو اوسېدونکو تاند ته وویل چې جګړه د قادیس ولسوالي په پیوار سیمه کې روانه ده او دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې تېره اوونۍ په قادیس ولسوالي کې طالب قوماندان ملا غفور توفان د ملا منصور د پلویانو پر ضد جهاد اعلان کړ.

قوماندان توفان تور لګولی چې ملا اختر محمد منصور د ملا محمد عمر قاتل دی او نوموړی د آی ایس آی لپاره کار کوي.

د بادغیس د قادیس ولسوالي اوسېدونکو مخکې لا ولایتي شورا ته شکایت کړی او د طالبانو ترمنځ د نښتو د بیلېدو پر احتمال یې اندېښنه ښوولې وه.

د طالبانو ترمنځ د تېر کال په جولای کې د ملا محمد عمر د مړینې له اعلانه وروسته درز رابرسېره شو. ګڼو طالبانو په دې اعتراض وکړ چې منصور ولي د ملا عمر مړینه نژدې دوه نیم کاله پټه ساتلې وه، د ملا عمر په نوم یې دروغي اعلامیې خپرولې او واک یې په پټه په کنترول کې اخیستی.

One thought on “د بادغیس په قادیس ولسوالي کې د طالبانو ترمنځ نښتې شوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *