تاند، دوشنبه، د میزان ۱۵مه: له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د وروستیو بارانونو له کبله د هېواد ۱۰۳ ولسوالۍ او ۳۱۳ کلي د طبیعي پېښو له شدید ګواښ سره مخ دي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم نن د وزیرانو شورا په غونډه کې ویلي،  ګڼې لویې او مواصلاتي لارې هم د درنو سېلابونو تر ګواښ لاندې دي.

 د ښاغلي فهیم په وینا، ټولو سیلاب ځپلیو او طبیعي پېښو ځپلیو سیمو کې د اوښتیو زیانونو کچه ۳۰ میلیونه ډالر اټکل شوې خو وزارت یې دا مهال یوازې ۲۶ میلیونه ډالر په واک کې لري: (( وروستیو بارانونو هېوادوالو او بزګرو ته درانه مالي تاوانونه اړولي دي، موږ ته د لا زیاتو پیسو اړتیا ده چې خلکوته مرستې ورسوو.))

دا په داسې حال کې ده چې د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، سږ کال ژمی له خپله وخته یوه میاشت راوړاندې شوی دی او د اقلیمي بدلون له کبله په هېواد کې ځینو سیمو کې ۷۵ سانتي متره واوره شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *