د بازار له ميتود سره سم ستراتيژيک پلان جوړونه يوه مديريتي عمليه يا پروسه ده، چې د بازار د موخو، سرچينو او بېلابېلو موقعيتونو ترمنځ منطقي تعادل رامنځته کړي.

تر ۱۹۷۰ لسيزې پورې شرکتونو ته ستراتيژيک پلان جوړنې څه مانا نه درلوده او هغوی يوازې عملي پلان جوړونې باندې تکيه کوله. په دې لسيزه کې د نفتو د نرخونو لوړېدل يوې خواته، بېکاري او سيالي له بلې خوا، شرکتونه پوه شول چې پر پخوانيو ميتودونو نه شي بريالي کېدلای، نو په دې خاطر نوې پلان جوړونه وړاندې شوه، چې دا پروسه درې اساسي رکنه لري:

لومړی: تېرې او راتلونکې پانګې اچونې په اړه تصميم نيونه.

دويم: د شرکت راتلونکې ګټې په اړه وړاندوينه.

درېيم: د ستراتيژۍ جوړونه.

د شرکتونو په ستراتيژيک پلان جوړنه کې بازارموندنه اساسي رول لري. دا شرکتونه څلور سازماني سطحې لري.

لومړۍ سطح: دې ته د شرکت لويه سطح وايي، چې د ستراتيژيک پلان جوړنې مسوليت پر غاړه لري. په دې سطح کې په ځانګړې توګه د منابعو کچې راټيټول او د نويو فعاليتونو لپاره تصميم نيونه کې.

دويمه سطح:  دا د څانګو يا برخو د مديريت په نوم يادېږي، چې موجودې ځانګړې شوې منابعې په څو څانګو سره وېشي او دې څانګو لپاره پلان جوړوي.

درېيمه سطح: دا د خپلواکې کچې په نامه يادېږي، چې په دې کې د ستراتيژيک پلان جوړونې څانګې يې ترسره کېږي.

څلورمه سطح: دا سطح د محصول د مديريت په نامه مشهوره ده او د بازارموندنې پلان جوړوي.

د يوه شرکت د ستراتيژۍ جوړونې پلان:

د شرکت اداره د ستراتيژۍ د جوړونې او عمليې ټول مسوليت پر غاړه لري. د وجودي فلسفې پر تعين، سياست او د شرکت ستراتيژۍ او اداره د څانګو او پرګرامونو د جوړنې فرصت برابروي. په دې برخه کې کړنې ځينې وخت ټوليزې وي او کله کله د ادارې له خوا په څانګو وېشل کېږي، چې هر څانګه په خپله برخه کې کار وکړي.

ټول شرکتونه بايد د پلان جوړنې څلور فعاليتونه ترسره کړي:

۱-  د شرکت د وجودي فلسفې تعريف

۲- د شرکت خودګردانه څانګې پېژندل

۳- د پانګې اچونې د وضعې څېړل او ارزول.

۴-  د هغو نويو فعاليتونو پېژندل چې شرکت کولای شي هغې ته ورداخل شي.

د هر شرکت وجودي فلسفه د پنځو اجزاوو څخه جوړه شوې ده:

۱- د هرې موسسې تاريخ

۲- مديريت يا د موسسې لرونکو ته ترجيح ورکول

۳- د بازار چاپېريال

۴- موجودې سرچينې

۵- د وجودي فلسفې په برخه کې د موسسې ښکاره صلاحيت، چې په لاندې ډول يې تعريفولای شو:

په صنعت کې د فعاليت حدود: يو شرکت کولای شي په يوه صنعت يا صنعتونو کې يو شان فعاليت وکړي. لکه د (تري ام) شرکت چې د صنعت په هره برخه کې چې پيسې په کې وي، فعاليت کوي.

په بازار کې د فعالیت حدود: شرکت کولای شي، بازار او بېلابېلو مشتریانو ته خدمات وړاندې کړي.

لکه (اوټو موبيل) شرکت چې خپلو خاصو مشتريانو ته قيمتي توليدات کوي.

عمودي حدود: د شرکت په داخلي منابعو کې اړتيا وړ تولید، لکه د (فورد) شرکت چې د محصول لپاره ټول اړتيا وړ مواد د خپلو منابعو څخه ترلاسه کوي.

جغرافيه يي حدود: لکه څو مليتي شرکتونه، د کاترپيلر په نظر هغه موسسات دي چې په ډېرو هېوادونو کې فعاليت لري.

له لوی افغانستان اونيزې په مننې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *