تاند، دوشنبه، د اسد ۱۴مه: د بادغیس په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د امنیتی او دفاعي ځواکونو کلابندي په وروستیو کلونو کې تر ټولو اوږده محاصره باندې بدله شوې ده.
د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیګ وايي، په دغه ولسوالۍ کې محاصره امنیتي ځواکونه خورا ستړي شوي دي او د مرستو نه ور رسېدو له کبله یې روحیه ځپل شوې ده.
د بیګ په خبره اوس مهال د ۲۰۷ ظفر قول اردو پلان لرې چې دا اوږده شوې محاصره ماته کړي او طالبان په سیمه کې وځپي.
ویل کېږي دا مهال افغان ځواکونو ته په بالا مرغاب کې خوراکي توکي د هوا له لارې رسول کېږي او دغه ولسوالۍ ته تللې ټولې لارې بندې شوې دي.
بالا مرغاب د سږني ۱۳۹۸ کال له پيله تر اوسه محاصرې لاندې وه او یوازې د څو اوونیو لپاره پرې د طالبانو محاصره ماته شوې وه.