تاند، شنبه، د حمل ۱۶مه: ولسمشر غني، د بامیان والي طاهر ظهېر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره نوماند وزیر وټاکه.
طاهر ظهېر چې سرور دانش ته نږدې کس او د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د اشرف غني د ټیم ویاند و، په تېرو پنځو کلونو کې یې د بامیانو د والي په توګه کار کاوه او یوازنی والي و چې پنځه کالو کې تبدیل نشو.
تر هغه وړاندې حسینه ساپۍ د دغه وزارت سرپرسته وه خو اوس د ولسمشر په ۵۶مه ګڼه حکم کې راغلي چې ښاغلی ظهېر له دې وروسته د اساسي قانون د ۶۱مې مادې او ۱۱مې فقرې په اساس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره نوماند وزیر ټاکل شوی دی.
په حکم کې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته امر شوی چې نوموړی د باور د رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژني.
ولسمشر غني په نوې کابینه کار پيل کړی دی او دا یې له عبدالهادي ارغندیوال او احمدضیا سراج وروسته دریمه لویه ګمارنه ده.
ارغندیوال تر دې وړاندې د مالیې وزیر او احمدضیا سراج د ملي امنیت رئیس ټاکل شوی دی چې له ولسي جرګې څخه به د رایې تر اخیستو وروسته رسمي دندې پیلوي.