تاند – افغانستان او د اسیا پراختیایي بانک د دوشي – بامیان د ۲۲۰ کیلو ولټه بریښنا غځولو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د دې تفاهم لیک په مراسمو کې چې د یکشنبې په ماسپښن په ارګ کې ترسره شول، ولسمشر اشرف غني، د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش، د اجرایي رییس دوهم مرستیال حاجي محمد محقق او د اقتصادي سکتور یو یمشر وزیرانو برخه اخیستې وه.
په پیل کې د اوبو او انرژي وزیر علي احمد عثماني وویل، د برېښنا د لېږد لپاره یو ۲۲۰ کیلو ولټه کرښه له ډبل سرکتونو سره په پام کې نیول شوې چې ۳۰۰ میګا واټه برېښنا د بامیانو مرکز ته لېږدوي او د برېښنا د وېش لپاره یو ۳۲ میګا ولټ امپیر او همدارنګه یوه ۲۰ کیلو ولټه د وېش شبکه په پام کې نیول شوې چې په لومړي پړاو کې ۲۰ زره کورنیو ته بریښنا ورکړي. د اوبو او انرژي وزیر وویل، له دې مقدار برېښنا څخه د کورونو د رڼا کولو تر څنګ منځنۍ او وړې کچې کارخانې هم په کافي اندازه ګټه اخیستلی شي.
د ښار جوړلو وزیر او د پلخمري- ارغندي ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د ارزونې ملي کمیسیون غړي سید سعادت منصور نادري د یاد کمیسیون د کار په هکله وویل، دې کمیسیون له کومې پلوي پرته په خپلواکه توګه د خپلو هغو موندنو په اساس چې د دې پروژې اړوند اسنادو سلګونو پاڼو د ارزونې او مطالعې په پایله کې یې ترلاسه کړې وې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد د مسیر په اړه پرېکړه وکړه.
وروسته د اسیا پراختیایي بانک رئیس تامس پنیلا خبرې وکړې او وې ویل، د دې زیربنا په جوړولو سره د برېښنا له نعمت څخه محرومو سیمو ته برېښنا رسېږي. هغه زیاته کړه، دا پروژه اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه زیاتوي او د بامیانو خلکو ته ښه ژوند برابروي.
په پای کې د افغانستان برېښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاوري د یادې پروژې په هکله وویل، دا پروژه به د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته بشپړه شي او د ډیزاین شوي لین او سب سټيشن ظرفیت ۳۰۰ میګاواټه تثبیت شوی او د برېښنا د هغه لین هومره ظرفیت لري چې د سالنګ له لارې کابل ته برېښنا رسوي.
د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا پر سر چې له ترکمنستانه افغانستان ته واردیږي په کابل او بامیانو کې یو شمیر کسانو پراخې مظاهرې وکړې او ټینګار یې کاوه چې د بریښنا دا مزي باید د بامیان له لارې تیرې شي. بیا د افغانستان ولسمشر یو کمیسیون وټاکه. کمیسیون تر ارزونې وروسته معلومه کړه چې د بامیان له لارې د ستنو د تیریدو لګښت زیاتیږي او د برښنا دا حیاتي پروژه ځنډیږي. البته اوس هم یو شمیر کسان پر خپله خبره ولاړ دي او وایي چې د بریښنا مزي دې د بامیان له لارې تیرې شي. په اعتراض کوونکو کې یو هم د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش و چې نن د ولسمشر تر څنګ ولاړ و. حاجي محمد محقق هم په پیل کې مخالفت کاوه خو بیا یې وروسته وویل چې پروا نه لري هدف بریښنا ده چې بامیان ته ورسیږي.